د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا: د سنبلې په انتخاباتو کې جدي بې نظمئ وې


فیفا: د سنبلې په انتخاباتو کې جدي بې نظمئ وې
فیفا: د سنبلې په انتخاباتو کې جدي بې نظمئ وې

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد (فیفا) وایي د سږ کال د ولسي جرګې انتخابات د جدي بې نظمیو سره ملې وې.

ددې سازمان ۷۰۰۰ ناظرینو د افغانستان په ۳۴ لایتو کې په انتخاباتو کې د درغلیو او غیر قانوني اعمالو په اړه اسناد او شواهد راټول کړي او د افغانستان د انتخاباتو او شکایتونو کمیسون ته یې سپارلي دي.

همدارنګه دا سازمان د افغانستان د لویې څارنوالۍ او ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ د شته ناهمغږیو نه هم اندیښمن دی او وایي د ټاکنو په اړه ټول مسایل باید د قانون په ړنا کې حل شي.

فیفا د انتخاباتو په اړه په رامنځته شوي لفظي شخړو کې تر ډیره بریده د انتخاباتو مستقل کمیسیون پړ ګڼي خکه ددوی په خبره کمیسیون په دې نه دی توانیدلی چې خپل بې پرېتوب وساتي.

همدارنګه دا سازمان وایي ټولو نوماندانو ته مساوي وخت نه وو ورکړ شوی چې خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مخ بوزي او همدې نا انډولیو نوماندان درغلیو ته اړ ایستلي دي.

له بلې خوا د نوماندانو د شتمنیو د کنترول لپاره د ناسمو قوانینو او طرزالعملونو او همدارنګه په ولایتي دفاترو کې د داسې برخو نشتوالی چې حتا همدا قوانین هم پر نوماندانو تطبیق شي.

ددې سازمان اجراییوي رییس جانداد سپین غر وایي دوی د ۲۲ نوماندانو په اړه تحقیق کړی او دا یې جوته کړې چې د ټولټاکنو په اړه جوړ شوي قوانین د نواقصو او نا انډولیو نه ډک وو.

ترک سوم اخر صدا و اول صدای ۴

فیفا په بله او مهمه برخه کی بیا هم پړه د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون اچوی او وایی دا کمیسیون سره له دی چه د دوو تولټاکنو تجربه لری بیا هم د قوانینو د تطبیق ظرفیت یی نه درلود او ددی نوماندانو نه لس تنه یی ددی کمیسیون د بی پریتوب سره مخامخ شوی دی

ښاغلی سپین غر وایی ۹۰۰ مورده یې ثبت کړي دي چې د انتخاباتو ورځی پورې تړلي وو او د ټاکنو بر پایلو یې اثر درلود.

دوی وایی: موږ دا موارد دواړو کمیسیونونو ته وروسپارل تر څو د عدالت په پلی کولو کی دی مواردو ته توجه وکړی خو هغه څه چه دی کمیسیونونو په دی اړه وکړل زموږ د منلو وړ نه دی

دوی همدا رنګه د نوماندانو د شتمنیو د ثبتولو په هکله و ایی ځینو نوماندانو د خپلو شتمنی¸په هکله د نامعلومو منابعو یادونه کړی وه خو کمیسیون دا ظرفیت نه درلود تر څو دا منابع وپیزنی او رابرسیره یی کړی او که غیر قانونی منابع وی نو باید کمیسیون د هغه نوماند په اړه لازمی او قانونی کړنی درلودای .

په دې ۲۲ نوماندانو کې چې فیفا ورباندې څیړنه کړې ۱۳ تنه داسې کسان هم شته چې په ټاکنیزو مبارزو کې یې لګښت تر ۱۲ ملیون افغانیو پورې رسیدلی وو خو داسې کسان هم وو چې لګښت یې صرف څو زرو افغانیو ته رسیدو.

دعادلانه او ازادو انتخاباتو سازمان فیفا له وینا سره سم د انتخاباتو قانون، د عامه پوهاوي ټیټه کچه، امنیتي ستونزې، په ټاکنو کې د دولتي چارواکو لاس وهنه، دا ټول هغه څه وو چې د انتخاباتو په پروسه کې یې ډیرې ستونزې را منځته کړې.

همدارنګه د فیفا چارواکي هغه نغدې جریمې او سزا ګانې چې په دې اړه ټاکل شوی هم ډیری کمی بولي او وایي دا سزا ګانی د درغلیو مخنیوی نه کوي.

فیفا د مدنی ټولنی د یو بی پری سازمان پّه توګه وایی چه غواړی ددی ستونزو په اړه قانونی کړنی وشی په تیره بیا د افغانستان د ستری محکمی نه غواړی ددی پروسی په اړوند دی د هغه نوماندانو په اړه چې د خپلو حقونو نه محروم شوي باید قانوني چلند ولري او د هغو کسانو په اړه چې جرمي دوسیې ولري باید د قانون د مواردو سره سم چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG