د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي پلټوونکي د فیفا له مشر نه تحقیقات کوي


د فوټبال د نړیوال فدراسیون د مدیره پلاوي له خوا د بډو او رشوت خوړلو له رسواېۍ وروسته له ښاغلي بلتر څخه تحقیقات کیږي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون د مدیره پلاوي له خوا د بډو او رشوت خوړلو له رسواېۍ وروسته له ښاغلي بلتر څخه تحقیقات کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو مطبوعات وايي د فوټبال د نړیوال فدراسیون د مدیره پلاوي له خوا د بډو او رشوت خوړلو له رسواېۍ وروسته امریکايي پلټوونکي د فوټبال د نړیوال فدراسیون له مشر سیپ بلتر څخه تحقیقات کوي.

د فیفا د دغه ٧٩ کلن مشر په اړه د امریکا د فدرالي مفتشانو د تحقیقاتو خبر څو ساعته وروسته له هغې خپور شو چې، بلتر په جرمني کې په یو مطبوعاتي کنفرانس له خپلې دندې استعفی اعلان کړه.

سیپ بلتر د جمعې په ورځ د پنځمې دورې لپاره د فیفا د رئیس په توگه وټاکل شو، خو په خپله وینا کی یې دا خبره ومنله چې په نړۍ کی د فوټبال د هغو مینوالو او کلپونو ملاتړ له ځانه سره نلري چې فوټبال یې د ژوند مهمه برخه ده.

ښاغلي بلتر ومنله چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون په فوق العاده ډول نوي جوړښت او تنظیم ته اړتیا لري او ژمنه یې وکړه چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره به زیار وباسي.

کوم شرکتونه او تجارتي موسسات چې فیفا ته هرکال د نړیوالو لوبو لپاره میلیونونه ډالر ورکوي، د سیب بلتر د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.

تېره اونۍ د امریکا د فدرالي پلټنو د ادارې مفتشانو او د سویس پولیسو د فیفا د لوړ پوړو مشرانو پر ېوې غونډې یرغل وکړ او اوه کسان یې ونیول.

د فیفا د هغو چارواکو شمېر ۱۴ ته رسیږي چې د امریکا د عدليې وزارت د اداري فساد، جعل کاریو او ناقانونه پېسو د قانوني کولو تورونه پرې لګولي دي.

څارنوالان وايي داسې تورونه هم شته چې د سپورټي رسنیو مشرانو ته یا پېسې ورکړل شوي او یا هغوی موافقه کړې چې ورزشي سیالۍ ته د بازار موندنې او اعلانونو د خپرولو په بدل کې تر ۱۵۰ ملیونه ډالره ورکړي.

د سویس مقاماتو هم د یوې ډلې په اړه پلټنې پیل کړي چې د ناسم مدیریت، روسیې ته د ۲۰۱۸ کال او قطر ته د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام د سیالیو د کوربتوب د امتیاز ورکولو په تړاو د غیرقانوني پیسو استفاده پکې شامله ده.

بل لور ته انټرپول یا د نړیوالو پولیسو ادارې هم په همدې اړه د فیفا اړوند د شپږو کسانو نومونه په خپل لست کې شامل کړي چې ویې نیسي.

XS
SM
MD
LG