د لاس رسي وړ اتصالات

گیاني انفنتینو د فوټبال د نړیوال فدراسیون نوی رئیس شو


د فیفا نوی انتخاب شوی رئیس گیاني انفنتینو له انتخابیدو وروسته د گډون کوونکو څخه مننه کوي.

د فیفا نوی انتخاب شوی رئیس گیاني انفنتینو له انتخابیدو وروسته د گډون کوونکو څخه مننه کوي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا نن د سویس په زوریخ کې په دوهم ځلي انتخاباتو کې گیاني انفنتینو د ١١٥ رائیو په گټلو سره د فیفا د نوي رئیس په توگه وټاکه.

ښاغلي انفنتینو د فیفا د مشرتابه د ٢٠٧ رائیو له جملې څخه ١١٥ رای خپلې کړې چې د رائیو غوڅ اکثریت کیږي.

هغه په دوهم پړاو انتخاباتو کې د بحرین اوسیدونکي شیخ سلمان ته ماتې ورکړه چې ٨٨ رای یې ترلاسه کړې وې.

همداشان د اردن شهزاده علي څلور رای ترلاسه کړې، خو فرانسوي جرومي چمپین هیڅ رایه ترلاسه نه کړه.

د فوټبال په نړیوال فدراسیون کې ٢٠٩ هیوادونه غړیتوب لري، خو کویټ او اندونیزیا په اوس کې د برخې اخستنې څخه بې برخې دي او یواځې د ٢٠٧ هیوادونو د فوټبال مشران په رای اچونه کې حاضر وو.

۴٥ کلن گیاني انفنتینو د سویس د الپ په غرونو کې د والیاز د سیمې دوهم پرله پسې اوسیدونکی دی چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون د رئیس په توگه ټاکل کیږي.

ښاغلي انفنتینو د خپل ٧٩ کلن گاونډي سپ بلټر ځای ونیو چې عین ځای کې زیږیدلی دی.

ښاغلي بلټر د فیفا د نوي انتخاب شوی رئیس "تجربه، کار پوهنه، ستراتیژیک او دیپلوماتیک چلند" وستایه او ویې ویل چې انفنتینو یو وړ شخصیت دی چې دده کار ته به دوام ورکړي.

ښاغلی انفنتینو به د ٢٠١٩ کال پورې د سپ بلټر د ریاست په پاتې موده کې د فیفا ریاست وکړي.

سپ بلټر په ١٩٧٥ کال کې د فیفا د مشرتابه غړی شو کله چې د دغې سازمان نوی رئیس پنځه کلن و.

له بلې خوا د سویس د یوې محکمې قاضي نن وویل چې د وینزویلا د فوټبال د فدراسیون پخواني رئیس رافائیل اسکیویل موافقه وکړه چې د فساد په دوسیه کې د پلټنو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شي.

هغه د تیر کال د می په میاشت کې په سویس کې د فیفا د فساد د دوسیې د پلټنو په لړ کې توقیف شوی و.

XS
SM
MD
LG