د لاس رسي وړ اتصالات

په تورخم کې بیا جګړه پیل شوې


د افغانستان سرحدي پولیس وایي چې لومړی ډز پرې پاکستاني ځواکونو کړی.
د افغانستان سرحدي پولیس وایي چې لومړی ډز پرې پاکستاني ځواکونو کړی.

د تورخم ښارګوټي کې د تازه جګړې پر مهال یو سرحدي پولیس وژل شوی او دولس نور خمیان دي.

جګړه نن مازیګر څلور بجې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ هغه وخت پیل شوې چې پاکستانۍ غاړې بیا ځلې د دروازې جوړول پیلول.

ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو درستیزوال سمونوال محمد ایوب حسین خېل امریکا غږ ته وویل چې په تازه جګړه کې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی او دولس نور زخمیان دي.

ښاغلی حسین خیل وایي سخته جګړه روانه ده او د پاکستان لور ته یې هم درانه تلفات اړولي دي.

د سیمې یو اوسیدونکي امریکا غږ ته ویلي چې د تورخم په ښارګوټي کې دوه ماشومان هم د پاکستاني پوځ پر مرمۍ لګیدلي او وژل شوي دي.

لومړني رپوټونه

د تورخم ښارګوټي کې دمازیګر پر څلورو بجو بیا جګړه پیل شوې ګڼ خلک له وېرې د دیوالونو لاندې غلي شوي،افغان پوله ساتي ځواکونه هم خپله خواري کوي، درنۍ مرمۍ ورېږي.

په جګړې کې د مرګ ژوبلې په هکله تر دې دمه څه ندي ویل شوي خو افغان سرحدي پولیس وايي دا ځل پرې هم پاکستان لومړی وار کړی دی .

سرحدي پولیسو د جګړې لپاره لا له وړاندېد جګړې پوره چمتوالی درلود،او مهمات یې لیږدولي دي.

په ختیځ زون کې د لومړي سرحدي زون درستیزوال سمونوال محمد ایوب حسین خېل چې د جنګ مشري کوي نن سهار په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې "لومړی ډز پرې پاکستانو کړی."

هغه وايي په جګړه کې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی،شپږ ټپیان دي او پاکستانۍ پوستې هم درانه تلفات لري.

نن سهارتورخم ښارګوټي ته د ننګرهار له یو شمېر څېرمو ولسوالیو سړي هم ددې لپاره ورغلي وو چې د افغان پوله ساتو ځواکونو ننګه وکړي،دوی د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول.

بل پلو بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تورخم په بیګانۍ جګړه کې "شپږ پاکستاني سرحدي پولیس وژل شوي او دولس نور زخمیان دي" خو د پاکستان حکومت ویلي چې په دغه جګړه کې یې یو سرحدي پولیس ټپی شوی دی.

په تورخم کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ وخت ناوخته حالات رینګلې کېږي،خو تورخم پر زنځیر د اوښتونکو خلکو لپاره د پاکستان حکومت د ویزې غوښتلو نوې تګلاره هغه څه وو چې د افغان حکومت غصه یې پارولې ده .

XS
SM
MD
LG