د لاس رسي وړ اتصالات

په بدخشان کې ۲۱ تنه مخالفین وژل شوي دي


د تیرو دریو ورځو رادیخوا طالبانو د بدخشان ولایت په دریو ولسوالیو عملیات پیل کړي دي.
د تیرو دریو ورځو رادیخوا طالبانو د بدخشان ولایت په دریو ولسوالیو عملیات پیل کړي دي.

د وردوج، شهدا او بهارک په ولسوالیو کې له تیرو دریو ورځو راپه دیخوا د مخالفو وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه کې ۲۱ تنه مخالفین وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزی وایې چې په دغو ۲۱ تنو وژل شویو وسله والو کې زیات شمیر خارجي اتباع شامل دی.

هغه زیاتوي چې د قاري ذبیح الله په نامه د وسله والو مخالفینو یو تن قوماندان ژوندی هم نیول شوی دی.

لعل محمد وایې چې د پنځه تنو وسله والو مړي د جګړې په سیمه کې پاتي دي چې دوه تنه یې د تاجکستان اوسیدونکي دي، هغه زیاته کړه چې د طالبانو دوه قوماندان ملا زبید خوستکی، او امیر صوفیان هم په وژل شويو کې شامل دي.

هغه وایي چې په دغه جګړه کې دوه افغان سرتیري وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې د بدخشان وردوج ولسوالۍ د سردرګاب او تیرګران په سیمو کې يې پر ګڼو پوستو بریدونه کړي او د تیرګران په سیمه کې يې له افغان ځواکونو څخه مهمه پوسته نیولې او ۱۲ تنه افغان سرتیري يې وژلي دي.

خو لعل محمد احمدزی د طالبانو ادعا بې بنسټه ګڼي او وایې چې د تیرګران په سیمه کې د ملي اردو قوي مرکز دی چې په سلګونو افغان سرتیري په کې دي.

هغه وایې چې د وردوج ولسوالۍ په دغه سیمه کې لا هم جګړه روانه ده، خو ددوي سرتیري به سیمه له لاسه ورنه کړي.

د انسان تښتوونکو د یوې ډلې نیول

د بلې خوا د هلمند په ولایت کې ځايي مقامات وايي چې د انسان تښتونکو هغه ډله يې نیولې چي پدې ولایت کې به يې د پيسو لپاره انسانان تښتول .

د هلمند مرستیا ل والي محمد جان رسولیار امریکا غږته وويل چي نیول شوې ۹ کسیزه ډله د ملي امنیت په اداره کې تر پلټنو لاندې ده .

ښاغلي رسولیار وویل چې دانسان تښتونې یاده ډله په هلمند کې د انسان تښتونې په څو پېښو کې لاس لري او ولایتي اداره په جدیت سره هڅه کوي چې په مجریمینو باندې عدالت تطبیق شي .

په هلمند کې د انسان تښتونې پيښو ډيرې اندېښنې را پورته کړي او یوازې د روژې په میاشت کې په یاد ولایت کي تر ۶ زیات ماشومان د پيسو لپاره تښتول شوي وو .

تیره ورځ هم د هلمند پوليسو ۲ تنه ماشومان چې د پيسو لپاره یرغمل شوي وو ، ازاد کړل او یوتن انسان تښتونکی يې د پيسو د ترلاسه کولو پرمهال ونیوه.

نن د هلمند د ملي امنیت په اداره کې نیول شوې د انسان تښتونکو ډله خبریالانو ته وښودل شوله

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG