د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار چپرهار کې د داعش او طالبانو تر منځ لاهم جګړه روانه ده


د ننګرهار د چپرهار په ولسوالۍ کې نږدې یو کال وړاندې هم د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړې شوي وې.
د ننګرهار د چپرهار په ولسوالۍ کې نږدې یو کال وړاندې هم د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړې شوي وې.

د تېرو څو ورځو راهیسې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ سختې جګړې روانې دي چې د حکومتي چارواکو په وینا ددغو دواړو ډلو ترمنځ په جګړه کې لسګونه وسله داعش وسله وال وژل شوي دي.

په ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل چې د دواړو غاړو ترمنځ د جګړې له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي چې یولس جسدونه د جګړې په میدان کې پاتې دي.

نوموړی وايي په دغه جګړه کې داعش وسله والو ۲۰ طالب وسله وال ژوندي نیولي او له ځانونو سره یې بیولي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې دغه جګړه په غزو او کنډي باغ سیمو کې شوې ده.

نوموړی وايي چې په جګړه کې یې د طالبانو د وژل کېدو کوم راپور نه دی تر لاسه کړی.

مشرقیوال وايي چې د سپین جومات په سیمه کې تېره شپه بې پیلوټه طیارې د داعش وسله وال په نښه کړي او برید کې ددغې ډلې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي

د چپرهار ولسوال نعمت الله نورزی وايي چې داعش وسله والو دوه ورځې وړاندې یو شمېر سیمې له طالب وسله والو څخه نیولې وې، چې یوه ماشومه هم پکې وژل شوې وه او څلور نور ملکي وګړي زخمیان و.

ولسوال زیاتوي چې تېره ورځ طالب وسله والو له داعش څخه یو شمېر سیمې بېرته نیولي او اوس د دواړو غاړو تر منځ د سپین جومات سیمه د جګړې اوله کرښه ده.

د چپرهار ولسوالۍ یو قومي مشر چې د نوم له ښودلو ډډه کوي امریکا غږ ته وویل چې دواړه غاړې د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګرونو په توګه ګټه اخلي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه سیمه کې له خلکو سره اړیکه نه کېږي.

په چپرهار ولسوالۍ کې دغه قومي مشر وايي چې یو شمېر کورنه هم سوځول شوي او ډېرو کورنیو له سیمې کډې کړي او ځینې لاهم روان دي.

تر اوسه طالبانو یا داعش ډلې ددغو جګړو او بمباریو په اړه څه نه دي ویلي.

چپرهار یوه له هغو ولسوالیو ده چې په ډېرو غرنیو سیمو کې یې طالبان حاکم دي، یو ځل وړاندې هم داعش وسله والو پر طالبانو برید کړی و چې یو شمېر سیمې یې نیولې وې او اوس هم په همغو سیمو کې داعش وسله وال حاکم دي.

XS
SM
MD
LG