د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهارکې دداعش او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده


د تیرو دریو میاشتو را په دیخوا د ننګرهار د ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې داعش او طالبانو د ډلو ترمنځ نښتې روانې دي
د تیرو دریو میاشتو را په دیخوا د ننګرهار د ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې داعش او طالبانو د ډلو ترمنځ نښتې روانې دي

دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي،چې داچین او بټي کوټ په ولسوالیو کې دداعش او طالبانو تر منځ جګړه نن سهار وختي پیل شوې،چې تر اوسه پکې دداوړو غاړو ۳۰ غړي وژل شوي دي.

خوګیاڼی وايي،چې دبټي کوټ په څلورم فارم سیمه کې د دواړو غاړو تر منځ په روانه جګړه کې دداعش ۱۸ غړي وژل شوي او څلور نور زخمیان دي.

نوموړی وايي په جګړې کې دوژل شویو ۱۳ داعشیانو جسدونه دجګړې په سیمه کې پاتې دي او دطالبانو دمرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د عبدالاحد او اجمل په نومونو داعش دډلې دوه قوماندانان هم وژل شوي دي.

دوالي ویاند دا هم وايي،چې داچین ولسوالۍ په هجوم کلا،میدانک او چهل ګزي سیمو کې هم دداعش ډله او طالبانو په خپلو کې سره نښتي او تر اوسه پکې اوه داعش او پنځه طالب وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وايي جګړه لا هم روانه ده .

دسیمې ځینې اوسېدونکي وايي،چې ددواړو غاړو تر منځ په جګړه کې ولسي خلک هم ټپیان شوي خو څوک له کورنو نه شي راوتلی .

داچین په ګاونډ کې دغنې خېلو ولسوالۍ دروغتون یو ډاکټر امریکا غږ ته وویل،چې داچین له جګړې ورته درې ټپیان ور وړل شوي،چې یو یې ماشوم دی .

ددغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي،چې په اچین کې دطالبانو په ډلې پسې راخیستې او تر یوه حده یې دداعش ډله ځغلولې ده .

تر اوسه دداعش ډلې یا طالبانو په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی .

XS
SM
MD
LG