د لاس رسي وړ اتصالات

خاص ارزګان کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې


د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې له تیرو دوو ورځو روانې دي.
د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې له تیرو دوو ورځو روانې دي.

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي چې له تیرو دوو ورځو د دغه ولایت دخاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونه له پنځه پوستو په شا شوي دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان امنیه څارمن عبدالصمد امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې له تیرو دوو ورځو راهیسې د ولسوالۍ مرکز د وسله والو تر محاصرې لاندې دی خوافغان ځواکونه لا هم د ولسوالۍ له مرکز څخه دفاع کوي.

نوموړی زیاته وي چې د ولسوالۍ له قلعه خور سیمې څخه پنځو امنیتي پوستو امنیتي منسوبینو د ولسوالۍ د مرکز د دفاع لپاره تکتیکي شا تګ هم کړی دی.

څارمن عبدالصمدوویل " موږ باید اکمال شو که ولسوالۍ ته هر مشکل پیدا شو مسئولیت يې زموږ د ولایتي مسئولینو په غاړه دی تیره کال هم ۲۱ ورځې موږ په وښو ژوند وکړ او د ولسوالۍ څخه مو دفاع وکړه اوس هم زموږ د تسلیمیدو امکان نشته مګر ټول به مرو".

د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قومندان وویل، چې له مرکز څخه یې مرسته غوښتې ده، خو هغه وویل که يې اړتیا وي پوره نه شي ممکن دغه ولسوالۍ د وسله والو لاس ته ولویږي.

خاص ارزګان ولسوالۍ د ولایت مرکز ترینکوټ په ختیځ ۱۲۰ کیلو میټرۍ کې د زابل او دایکنډي ولایتونو له نا امنه سیمو سره پر پوله پرته ده.

دې ولسوالۍ ته له تېر یوه کال راهیسې د ځمکۍ لار له مرکز ترینکوټ سره پرې شوې ده.

د خاص اروزګان ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي وايي چې د زابل له شمالي غرنیو ولسوالیو دايچوپان او خاک افغان څخه د داعش جنګیالي هم د دوی سیمو ته ورغلي دي.

خو د ارزګان سرپرست امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وايی چې افغان ځواکونو د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د وسله والو لوی بریدونه پر شا تمبولي او اوس هلته کوم جدي ګواښ نه شته.

مل پاسوال رحمت الله صدیقي وویل" دوی همیشه تر څار او اکمال لاندې دی هوايي او ځمکنی کمک ور رسیدلی او دا چې ښه دفاع کوي علت يې دادی چي موږ خپل قوتونه خاص ارزګان کې پر وخت اکمال کړي وسله والو طالبانو پر دهراود چارچینو او جنارتو ولسوالیو هم لوې حملې وکړې خو له سختې ماتې سره مخ شول".

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې تیره ورځ يې تر نښتې وروسته په خاص اروزګان کې ۴ د ملي اوردو او یوه هم د پوليسو پوسته نیولې او جګړه لاهم روانه ده.

په اروزګان ولایت کې له دوامداره نا امنیو څخه یو نیم کال پوره شو چې آن ۲ ځله وسله والو د ولایت مرکز ترینکوټ د سقوط لپاره هم ستر بریدونه وکړه خو افغان ځواکونو پر شاه وتمبول.

خو اوس سیمه ییز چارواکي د تېر په پرتله د ترینکوټ امنیت د ډاډ وړ ګڼي او وايی چې د ولسوالیو ترمنځ د غځیدلو لارو پرانیستل یې د کار په لومړیتوبونو کې ځای لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG