د لاس رسي وړ اتصالات

په مارجې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده


A worker repairs power lines in Kochi, India.
A worker repairs power lines in Kochi, India.

له تیرې شپې راهیسې د لښګرګاه ښار سره نږدې د مارجې په ولسوالۍ کې جګړې زور اخیستی او ځايي اوسیدونکي وايي چې که له مرکز څخه دغې ولسوالۍ ته مرسته ونه رسیږي نو ممکن دا ولسوالۍ د مخالفانو لاس ته ورشي.

مارجه ولسوالۍ د لښکرګاه ښار له باباجي سیمې سره وصل سیمه ده چې نادعلي او لښکرګاه ښار سره نښلوي .

د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې که هلمند ته توجه ونشي ممکن د مارجې ولسوالۍ په ګډون يې ځيني نوري سیمي هم د مخالفو وسله والو لاس ته ورشي.

مارجه ولسوالۍ څلور کاله مخکې د ناټوځواکونود تر ټولو سترو پوځي عملیاو په ترځ کي تر دولتي حاکمیت لاندې راغلله، چې هغه مهال دا عملیات د ناټو په ټول ماموریت کي ستر پوځي عملیات بلل شوي وو .

سیمه ایز چارواکي وایي چې په مارجه ولسوالي کي له تیرې شپې راهیسې جګړې زور اخیستی او د امنیتي سرتیرو ۸ پوستو پکښې سقوط کړی دی .

ښاغلی اتل پدې باب وايي چې د سیستاني سیمه چې د مارجې ډیره مهمه او پراخه سیمه ده سقوط کړی او د مارجې ولسوالۍ په مرکز او څو محدودو سیمو کي پوليس د دولت له وسله والو مخالفینو سره په نښته بوخت دي .

د هلمند د ولایتي شورا ریس په هلمند کې د ملي اوردو پر رهبري نیوکه کوي او زیاته وي چې د زر ګونو سرتیرو په شتون کي ناسم مدیریت په باباجي ، مارجه ، ګرشک او نورو سیموکي د جګړې د دوام سبب شوی دی .

پر همدې مهال یو ځل بیا د جنوبي ولایتونو اپراتیفي ریس او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د پولیسو له خاصو قواوو سره هلمند ولایت ته تللی او د نظامي عملیاتو مشري يې په لاس کې اخیستې ده .

جنرال عبدالرازق له اشنارادیو سره په خبرو کې وويل چي د مارجې په ګډون به هیڅ سیمه سقوط ته پرېنږدي او دوی هڅه کوي چې په لنډ وخت کې سیمه بیرته د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې راولي.

دغه راز د لښکرګاه د باباجي سیمه چې د ښار څلورمه امنیتي حوزده له تیرو دوو اونیو راهیسې د دولت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندي ده .

دغه سیمه په ماینونو پرش شوې او تګ راتګ پکښې ستونزو سره مخ دی .

پدې سیمه کي له تیرو دریو ورځو راهیسې نظامي عملیات پيل شوي خو افغان امنیتي ځواکونو یوازې یو کیلو میتر پرمختګ کړی دی.

پر همدې مهال د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي چې د جګړو او نا امنیو له کبله د باباجي مارجې او ځينو نورو سیمو اوسیدونکي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي .

همدرد له اشنا رادیو سره په خبرو کي وويل چې اړتیا ده مرکزي حکومت د عامو خلګو ستونزو ته په کتو د هلمند د وضعیت د سمون لپاره خپله پاملرنه زیاته کړي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG