د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په دارالمعلمین کې د ځانمرګو جگړه پای ته ورسیده


د کندهار د عالي درالمعلمین ودانۍ د کندهار د ښارپه څلورمې حوزې کې د ده خواجه په سیمه کې موقیعت لري
د کندهار د عالي درالمعلمین ودانۍ د کندهار د ښارپه څلورمې حوزې کې د ده خواجه په سیمه کې موقیعت لري

په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي چې د ځانمرګو بریدکوونکو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته چې تیره شپه اته بجې د کندهار عالي دارالمعلمین ته د بریدګرو د ننوتلو سره سمه پیل شوې وه نن ماسپښین د بریدګرو په وژل کیدو له ١٨ ساعته نښتې وروسته پای ته ورسیدله.

د کندهار د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي د برید د پای ته رسیدلو لږ وروسته خبریالانو ته وویل چې په دغه برید کې دوه ځانمرګو بریدکوونکو برخه لرله چې دواړه یې امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وېل شوي دي.

د کندهار د امنیت امر وویل چې په برید کې یوه ښځه او یو پولیس وژل شوي او درې پولیس ټپیان شوي دي.

خو د کندهار د میرویس په روغتون کې ډاکټران وایي چې شپږ پولیس او پنځه ملکي کسان چې په دغه برید کې ټپیان شوي وو دغه روغتون ته د درملنې لپاره وروړل شوي دي.

وسله والوطالبانو د دغه برید مسئولیت رسنیو ته منلی او په یوه تلیفوني پیغام کي يې ویلي چي د برید هدف يې د عالي دارلمعلمین ساتونکي پوليس وو .

مخکیني معلومات

دمخه امنیتي چارواکو امریکا غږ ته ویلي وو چې چې د ځانمرګو برید کوونکو یوې ډلې چې شمیر یې دوه تنه ښودل شوی تیره شپه په اتو بجو د کندهار د عالي درالمعلمین ودانۍ ته د ننوتلو لږ وروسته افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه چې شاو خوا ١٨ ساعته روانه وه.

د کندهار د پوليسو مطبوعاتي دفتر امریکاغږ اشنا راډیو ته ویلي وو چې برید کوونکي د کندهار د عالي دارالمعلمین په ودانۍ کې ځای په ځای شوي او د لاسي بمونو او وسلو په کارو لو سره له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.

امنیتي چارواکي وایي چې ملکي اوسیدونکو ته د زیان د مخنيوي لپاره یې په احتیاط عملیات پرمخ یوړل.

دا چارواکي وايي چې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په مرسته يې د عملیاتو په سر کې لومړی د درالمعلمین له ودانۍ څخه پنځه تنه ښوونکي او په لیلیه کې میشت یو شمیر محصلین په خوندي توګه وایستل.

د کندهار د عالي دارالمعلمین ودانۍ د کندهار د ښار په څلورمې حوزې کې د ده خواجه په سیمه کې موقیعت لري.

په دغه سیمه کې د استوګنې ډیر کورنه او تجارتي مارکیټونه هم شته دی.

پر همدې حال د کندهار په ګاونډ کي د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کي له تیرو ۳ ورځو راهیسي پر امنیتي پوستود بریدونو په ترځ کي د هلمند د مرستیال په وینا ۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي ، وسله والو مخالفینو ته يې هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره په لاس کي نلري .

محمد جان رسولیار امریکاږغ ته وويل چي نن يې په ښوراب پوځي اډه کي د نظامي جنرالاو په شمول تر يوې نظامي ناستي وروسته د سیمي د وضیعت د کابو کولو لپاره نوزاد ته تازه دمي سرتیري لیږلي .

د میدان وردگ په ولایت کې ځانمرگی برید

د بلې خوا د میدان وردک ولایت د رسنیو دفتر وایي چې د دغه ولایت د استیناف محکمې مخې ته په ننني ځانمرګي برید کې څلور ځانمرګي بریدکوونکي او دوه ملي پولیس وژل شوي دي.

د میدان وردک ولایت د والي ویاند عطالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې د محکمې کارکوونکو او ملکي وګړو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

ښاغلی خوګیاڼي وویل چې دغو بریدکوونکو غوښتل چې محکمې ودانۍ ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو یې په وخت مخه ونیوله.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې لومړی یو بریدګر ځان پورې ټړلي چاودیدونکي توکي وچول او درې نور بریدګر پولیسو سره په جګړه کې ووژل شول .

د میدان وردک د والي ویاند وویل چې په دغه برید کې دوه پولیس هم ووژل شوي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه برید کې د ځانمرګو بریدکوونکو شمیر درې تنه ښودلی دی.

تر اوسه مخالفو وسله والو ددغه برید په هکله هم رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG