د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې بیا طالبانو او داعش یو بل ته مرگ ژوبله اړولې


د ننګرهار هسکې مینې د نرۍ اوبو په سیمه کې دمخه هم طالبانو د داعش د ډلو ترمنځ جګړې شوې وې.
د ننګرهار هسکې مینې د نرۍ اوبو په سیمه کې دمخه هم طالبانو د داعش د ډلو ترمنځ جګړې شوې وې.

ننګرهار کې سیمه ایز چارواکي وایي نن د جمعې د ورځې له سهار راهیسې د دغه ولایت د هسکې مینې د ولسوالۍ نرۍ اوبو په سیمه کې د طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو ترمنځ درنه جګړه پیل شوې، چې د دغه ولایت د چارواکو په وینا په کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د ننګرهار د والي د دفتر ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې دا جګړه نن د جمعې د ورځې له سهار څخه ددغه ولایت د هسکې مینې د نرۍ اوبو په سیمه کې پیل شوې، چې په پایله کې یې د داعش اته وسله وال او د طالبانو پنځه وسله وال وژل شوي دي.

ښاغلي عطاالله خوګیاڼي وویل چې جګړه لا هم روانه ده او تر اوسه په کې ملکي کسانو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

دمخه د طالبانو او د داعش د وسله والو ډلو د دغې سیمې سره نږدې د چپرهار او پچیر و اګام په ولسوالیو کې هم نښتې کړې وې، خو د دغو سیمو اوسیدونکي وایي اوس په هغو سیمو کې نښتې نشته دی.

د نرۍ اوبو اوسیدونکي وایي چې داعش یو ځل بیا دغې سیمې ته مخه کړې او هلته یې پراخه فعالیتونه پیل کړي دي.

تر اوسه دغو دواړو ډلو د تازه نښتو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ښاغلي خوږیاڼې ویلي چې تېره شپه د هسکې مېنې په نرۍ اوبو سیمه کې بې پیلوټه طیارې برید کړی چې له امله یې د داعش پنځلس جنګیالي وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

نوموړی وایي په دغه بمبارۍ کې د یادې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو مرکز په نښه شوی دی.
تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي خو د سیمې یو اوسېدونکی وایي بمبار له کورونو لرې په یوه غریزه غونډۍ شوی دی.

کونړ کې د طالبانو د دوه قوماندانو وژل کیدلو ادعا

د کونړ ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، تېر ماښام د دغه ولایت د مرورې ولسوالۍ په چینار غرنۍ سیمه کې ملي اردو له طالب وسله والو سره جګړه کړې چې په پایله کې یې دوه طالب قوماندان وژل شوي او درې نور افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو د دویم کندک قوماندان محمد اصف ناصري امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي دواړه قوماندان په سیمه کې له حکومتي ځواکونو سره د جګړو رهبري کوله.

هغه زیاتوي چې په دغه جګړه کې درې نور طالب وسله وال دوی ته تسلیم شوي هم دي ؛خو حکومتي ځواکونه زیان نه لري.

د مرورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی فرید احمد وايي چې دغه جګړه طالبانو په خپلو منځونو کې کړې ده. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG