د لاس رسي وړ اتصالات

د آذان سره د سونو نیگم مخالفت په هند کې بحثونه پارولي


د ښاغلي نیگم ټویټ د ډول ډول غبرگونونو سبب شوی دی
د ښاغلي نیگم ټویټ د ډول ډول غبرگونونو سبب شوی دی

د آذان او جوماتونو په اړه د سونو نیگم جنجالي ټویټ د ټولنیزو رسنیو د کارونکو ترمنځ په ځانگړې توگه په هند کې تاوده بحثونه ایجاد کړي دي.

د هند مشهور سندرغاړي او هنرمند سونو نیگم د دوشنبې په سهار په خپل ټویټر کې ولیکل چې "خدای دې ټول وبخښي. زه مسلمان نه یم، خو باید هر سهار په آذان له خوبه بیدار شم. څه وخت به دغه جبري دینداري په هند کې پای ته ورسیږي".

ددغه ټویټ وروسته د ٣٠ دقیقو په ترڅ کې سونو نیگم څو نور ټویټونه کړي او په هغه کې یې د لوډسپکرونو له لارې د هندوانو د معبدونو په گډون د – ټولو قومونو او مذهبونو - د دیني مناسکو د ترسره کولو سره خپل مخالفت په ډاگه کړی دی.

غبرگونونه

په ټولنیزو رسنیو کې دغه بحث پراخ شوی، یو شمیر د هغه ستاینه کړې او یو شمیر نورو هغه غندلی دی.

د هند مشهور سندرغاړي شان، په خپل ټویټر کې لیکلي چې سونو نیگم رښتیا وایي، ځکه د ښاغلي نیگم په باور د هر دین پیروان باید د خپلو مناسکو د خپرولو پر وخت د خپلو لوډسپکرونو لوړ آواز ته متوجه اوسي چې د نورو د ازار سبب نشي.

سیک هنرمند بابا سیگل ویلي دي چې د سونو نیگم ټویټ ډیر حساس دی او دومره مثبت هم نه دی. هغه استدلال کړی چې که څوک د "سیکهیزم" یا پنجاب په هکله د "سپکاوي ډک" څه ولیکي د هغه سره به مخالفت وکړي. سیگل همداشان لیکلي دي چې آذان د هند د فرهنگ او کلتور یوه برخه ده او باید هغه ته درناوی وشي.

د هند بلې سندرغاړې سونا مهاپترا، ویلي دي چې سونو نیگم د هیواد د یو اوسیدونکي په توگه حق لري خپل نظر څرگند کړي. هغې لیکلي چې روحانیت او دینداري شخصي موضوع ده او د هغې لپاره لوډسپیکر ته حاجت نشته.

یو شمیر نورو د هند د ټولنې دیني او قومي تنوع ته په اشارې استدلال کړی چې توپیرونه باید ددې سبب نه شي چې د هند خلک سره وویشل شي او برعکس د نورو قومونو او ادیانو سره په عادت کیدو یووالی وساتل شي.

د هند بل پیژندل شوي سندرغاړي کیلاش خیر، ویلي دي چې سونو نیگم د ژوند یو مهم اړخ په ډاگه کړی دی او د هغه په وینا باید له دین او دیندارۍ نه زیات انسانیت ته اهمیت ورکړل شي.

د هند بل سندرغاړي راهول رام، لیکلي دي چې که چیرې د لوډسپیکرونو نه استفاده په جوماتونو کې بندیږي نو باید د لوډسپیکرونو نه په ټولو دیني او مذهبي مکانونو، سیاسي ټولنو او د سونو نیگم په گډون په ټولو کنسرتونو کې بند شي.

یو بل هندي هنرمند میت بروس، دلیل راوړی چې د هند خلک د دین، فکر او بیان آزادي لري او دا د ټولو حق دی. هغه لیکلي دي چې ولی باید یو شئ پر چا تحمیل شي؟

XS
SM
MD
LG