د لاس رسي وړ اتصالات

لمړني افغان پوځي محصلین پاکستان ته ولاړل


پاکستان ته تللي شپږ افغان پوځي محصلین له سفیر موسی زي سره
پاکستان ته تللي شپږ افغان پوځي محصلین له سفیر موسی زي سره

د افغانستان د ملي پوځ شپږ کسه د زده کړو لپاره پاکستان ته تللي خو منتقدین وايي پاکستان غواړي افغان پوځ کې نفوذ وکړي.

د لمړي ځل لپاره افغانستان شپږ پوځي محصلین د مسلکي زده کړو لپاره ګاونډي پاکستان ته لیږلي دي. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې دغو افغان افسرانو ته به د پاکستان په پوځي اکاډمۍ کې ۱۸ میاشتي روزنه ورکړل شي.

پاکستان کې افغان سفیر، جانان موسی زي، په یوه مطبوعاتي بیان کې ویلي "د پاکستان په پوځي اکاډمۍ کې د دغو ځوانو افغان پوځي محصلینو ورګډیدل، د دواړو هېوادنو تر منځ د اړیکو د غښتلتېا په موخه یو مهم ګام دی".

ښاغلي موسی زي له دغو پوځېانو سره د لیدلو په مهال له هغو وغوښتل چې په پاکستان کې په "شخصي او مسلکي اړخونو کې اوږدمهالي اړیکي" وپالي.

د افغانستان د ملي پوځ د سرتېرو شمېر دا مهال ۱۹۵ زرو کسانو ته رسیږي چې د هېواد دننه او بهر د بېلابېلو هېوادونو د پوځيانو لخوا روزل او سمبال کیږي. امریکا او د ناټو غړي هېوادونه د افغان امنیتي ځواکونو تر ټولو ستر ملاتړ کوونکي دي خو افغان پوځیان هند ته هم د روزنې لپاره استول شوي دي.

منتقدین

اسلام آباد له ډېرې مودې راهیسې غوښتل چې افغان پوځيان پاکستان ته د روزني لپاره واستول شي خو پخواني افغان ولسمشر، حامد کرزي، دا وړاندیزونه نه و منلي.

د ښاغلي کرزي پخواني ویاند، ایمل فیضي، امریکا غږ ته وویل چې پخوا افغان حکومت د پاکستان دغه وړاندیزونه د دوو دلایلو له کبله نه منل "لمړی دلیل دا وو چې په افغانستان کې عامه ذهنیت د پاکستان په مقابل کې ډیر منفي وو او د دواړو هېوادونو تر منځ د بې اعتمادۍ فضا وه او اوس هم شته".

ښاغلي فیضي وویل چې ولسمشر کرزي به تل له پاکستان نه غوښتل چې لمړی باید د اعتماد فضا رامنځته شي او بېا به افغانستان خپل پوځیان پاکستان ته د روزنې لپاره ولیږي.

د فیضي په خبره "دوهم دلیل دا وو چې افغان پوځیانو پخپله نغوښتل چې پاکستان ته ولاړ شي ځکه دوې اندېښنه لرله چې پاکستان اصلاْ نغواړي چې افغانستان ځواکمن پوځ ولري نو د روزنې هدف به یې څه وي؟"

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست پخواني مشر، امرالله صالح، هم پاکستان ته د افغان پوځیانو پر لیږلو نیوکه کړې وه.

ښاغلي صالح هشت صبح ورځپانې سره مرکه کې ویلي وو چې ولسمشر غني، په غیرمعمول ډول، د پاکستان له پوځ سره نیغه په نیغه اړیکو ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG