د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو


دا مرکز چې پنځویشت بستره لري د جمهوریت په روغتنون کې ورته ځای بیل شوی دی
دا مرکز چې پنځویشت بستره لري د جمهوریت په روغتنون کې ورته ځای بیل شوی دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دغه مرکز کې به د سرطان په ناروغۍ اخته ټولو ناروغانوته په وړیا توګه د درملنې امکانات برابرشي.

د سرطاني ناروغانو د علاج دا مرکز چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د درملنې په برخه کې لومړنی مرکز دی، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د لومړۍ میرمنې رولا غني بي بي ګل له خوا پرانیستل شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دغه مرکز کې چې د جمهوریت په روغتون کې ورته ځای بیل شوی، د سرطان په ناروغۍ د اخته ناروغانو تشخیص او درملنه به په وړیا توګه ترسره شي.

په اوس وخت کې د جمهوریت په روغتون کې د سرطان د ناروغانو د درملنې مرکز پنځویشت بستره لري، چې په کې په لومړنیو پړاونو کې د دغې ناروغې د تشخیص، داخله درملنه، جراحي او د شیموتراپي څانګې شاملې دي.

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل د دغه مرکز د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې د سرطان په ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې په برخه کې ددغه مرکز پرانیستل خورا مهم قدم وګڼه .

د افغانستان عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز خبریالانو سره د خبرو پر وخت هیله وښوده چې ددغه مرکز په پرانیستلو به بهر ته د سرطان د ناروغانو د تللو مخه ونیول شي.

ډاکټر فیروز وویل " دا مرکز په لومړیو پړاونو کې د سرطان د ناروغۍ د تشخیص لپاره د جمهوریت په روغتون کې پرانیستل شوی دی،په افغانستان کې هرکال تر شلو زرو پورې کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي چې له پنځلس زرو څخه زیات یې خپل ژوند له لاسه ورکوي".

د عامې روغتیا وزیر وایي چې په افغانستان کې د سینې، معدې، ژونډو،خولې، رحم او کلموو سرطان ناروغۍ ډیرې زیاتې لیدل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې ټاکل شوې ده چې دغسې یو بل مرکز په نږدې ورځو کې په کابل کې د استقلال په روغتون کې پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG