د لاس رسي وړ اتصالات

محمد خان: لا هم د کابینې په سر خبرې روانې دي


 د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال انجنیر محمدخان

د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال انجنیر محمدخان

د افغانستان د اجرايي ریس لومړی مرستیال انجنیر محمدخان وایي چې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د نوې کابینې د جوړولو په سرخبرې لا روانې دي او د نوې کابینې جوړیدل به یو څه وخت واخلي.

انجینر محمد خان امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې دا ومنله چې د نوې کابینې جوړیدلو د تمې په خلاف ډیر وخت واخیست چې هغه دا پیښ شوی ځنډ د تاسف وړ وباله.

انجینر محمد خان وویل "زما ارزونه دا ده چې د دواړو مشرانو پلویان ډیرې زیاتې او غټې غوښتنې لري دواړه مشران تر فشار لاندې دي دا یو واقعیت دی".

انجینر محمد خان وویل چې جمهوررئیس او اجرائیه رئیس د افغانستان قومي جوړښت ته په پاملرنې په نوې کابینه کې د قومونو تناسب ته هم یوه منطقي پاملرنه کړې او یوې موافقې ته رسیدلي دي.

که څه هم د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال په نوې کابینه کې د قومونو د ونډې په باب څه ونه ویل خو اجرائیه ریاست ته نږدې یوې بلې منبعې امریکا غږ ته وویل چې جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله موافقه کړې چې په نوې کابینه کې به نهه وزیران پښتانه، اته وزیران تاجکان،څلور وزیران هزاره ګان، یو وزیر د هزاره ګانو مربوط د ساداتو له قومه او درې نور په افغانستان کې د میشتو نورو قومونه په استازیتوب برخه ولري.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال وویل چې د اجرائیه رئیس له اړخه جمهوررئیس ته تر شپږو پورې د نومول شوووزیرانو نومونه ورسپارل شوي دي خو د جمهوررئیس له اړخه یوازې ددوو نومول شوو وزیرانو نومونه دوی سره شریک شوي دي.

انجینر محمد خان وویل " زمونږ له اړخه پنځه شپږ وزیران چې د بهرنیو چارو،د کلو د پراختیا ، سوداګرۍ، عدلیه اود کورنیو چارو وزارتونو ته نومول شوي دي چمتو دي چې ولسې جرګې ته معرفي شي".

انجینر محمد خان وویل چې د پاتو وزارتونو لپاره به د دوی له اړخه نومول شوي وزیرانو په سر د جمهوررئیس سره خبرې روانې دي.

د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال وویل چې د کابینې په جوړولو کې د ځنډ له منځه وړولو لپاره یې هم جمهوررئیس او هم اجرائیه رئیس ته یو وړاندیز کړی دی.

هغه وویل چې وړاندیز یې دا دي چې دواړه ټیمونه دې د وزیرانو د نومولو واک جمهوررئیس او اجرائیه رئیس ته وسپاري او بیا دې دا دواړه مشران وزارتونو ته وزیران ونوموي.

انجینر محمد خان وویل چې که دا کار نه کوي نو بیا دې دا دواړه مشران رسنیو او یا هم ولسي جرګې ته د کابینې د جوړولو په برخه کې ستونزې بیان کړي.

د افغانستان د جمهوررئیس ویاند نظیف الله سالارزي د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې جمهوررئیس به نوې کابینه په هغه موده کې چې ولسي جرګې سره یې وعده کړې دغې جرګې ته معرفي کړي.

تیره اوونۍ جمهوررئیس د ولسي جرګې د استازو سره په یوه کتنه کې ددغې جرګې استازو ته وویل چې نوې کابینه به ددې اونۍ ترپایه جوړه او ولسي جرګې ته به يې د باور د رایې د اخیستلو لپاره واستوي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو نه ۹۸ ورځې تیرې شوي دي.

د مدني ټولنې یو شمیر فعالان دا ګڼي چې نوی حکومت د خپل کار په لومړیو نږدې سلو ورځو کې د کابینې په جوړیدلو نه دی بریالی شوی.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د مدني ټولنې د ګډ کاري ګروپ استازو په یوه غونډه کې د ملي یووالي د حکومت نه وغوښتل چې خپلې خبرې دې په عمل کې پلې کړي او ژر دې کابینه جوړه او ولسي جرګې ته د باور د رايې د اخیستلو لپاره واستوي.

XS
SM
MD
LG