د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن غني:د مرستو پروګرامونو کې کلیوالې ښځې مه هېروﺉ


میرمن بي بي ګل د امریکا په سفارت کې یوې غونډې ته د وینا په حال کې
میرمن بي بي ګل د امریکا په سفارت کې یوې غونډې ته د وینا په حال کې

د افغانستان لومړۍ میرمنې د امریکا د متحده ایالتو لخوا په افغانستان کې د ښځو د ژوند د ښه کیدو لپاره د ۲۱۶ میلونو ډالرو د نوي پنځه کلن پروګرام د پیل هرکلی کړی دی او هیله یې ښودلې ده چې دا پروګرام به یو ځل بیا په افغاني ټولنه کې د ښځو حضور پیاوړی کړي.

میرمن بي بي ګل د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې یو ایس آی ډی لخوا د شنبې په ورځ د پروموټ " پرمختیا " په نوم د افغان میرمنو د ژوند د ښه کیدو لپاره د دغه پنځه کلن پروګرام د پیل څو ساعته وروسته د امریکا په سفارت کې یوې غونډې ته په وینا کې هیله وښوده چې دا پروګرام به نه یوازې د ښاري ښځو د ژوند د ښه کیدو سبب شي بلکې په ترڅ کې به يې په کلیوالو سیمو کې هم د ښځو د ژوند د ښه کیدو لپاره اقدامات ترسره شي.

د امریکا په سفارت کې په دې جوړې شوې غونډه کې د افغان میرمنو د حقونو یو شمیر ښځینه فعالانو او د مدني ټولنې د استازو د ګډون سربیره د یو آیس آی ډی عمومي مشر رجیف شاه او په کابل کې د امریکا سفیر هم برخه اخیستې وه.

ددغه غونډې د جوړیدو هدف د پروموټ پروګرام په باب د غونډې برخه والو ته د معلوماتو ورکول وو.

دغې غونډې ته میرمن غني په خپله لنډه وینا کې په اویایمه لسیزه کې افغانستان ته له خپل میړه سره د راتګ او په دغه ښار کې د ژوند د تیرولو په باب خپلې تجربې هم شریکې کړې.

وویل دې چې په خپله وینا کې په افغاني ټولنه کې د ښځو د بیا راڅرګندیدو په باب اصطلاح کارولې ده هغه د جګړې د مخه کلنو کې په دغه ټولنه کې د ښځو د فعال حضور له امله ده.

میرمن غني وویل "ما د بیا ترلاسه کولو اصطلاح په ډیر احتیاط غوره کړې ده ، په حقیقت کې کله چې زه کابل ته د یوې ځوانې ناوې په توګه راغلم او دلته مې ژوند پیل کړ دا ډیر پخوا هم نه وو ، اویایمې لسیزې نیمايي وه تاسې هر طرف ته د ښار په واټونو کې ښځې لیدلې شوې ، چې ځوانې نجونې په بایسکلونو ښوونځیو او پوهنتون ته تللې او ځینو یې موټر چلوو".

د افغانستان د جمهور ریس میرمن د خپلو خبرو په دوام وویل چې په افغانستان کې جګړې د افغاني‌ ټولنې ریښې سره شلولې دي چې تر نورو زیات ښځو ته پکې زیان رسیدلی دی.

میرمن غني وویل "دا دوه نسله د مخه خبره وه درویشت کلنې جګړې د افغاني ټولنې ریښې سره وشلولې ، دا د پرلپسې غمیزو او ناورینونو یو حالت وو اصلي قربانیانې ښځې وې ډیرې کونډې شوې ، ډیرو یې د خپلو کورنیو له غړو جلا شوې ، ځینو یې خپل کورونه له لاسه ورکړل او ځینو یې هیلې".

د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې یو ایس آی دی د ۲۱۶ میلونو ډالرو دا پروګرام به د کابل سربیره هرات ، مزار شریف ، جلال آباد او د کندهار په ښارونو کې د پنځو کلنو په موده کې د سیاست ، اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې تر پنځه اویا زرو پورې ښځو ته روزنه ورکړي.

د افغانستان لومړۍ میرمنې دې غونډې ته وویل کومې افغان میرمنې چې د نا امنو سیمو نه دې سره د لیدو لپاره ورځي ورته وایي چې په کلیوالو سیمو کې له ښځو سره د ناامنۍ په بهانه مرستې نه کیږي‌،‌میرمن بي بي ګل هیله وښوده چې ددغه پروګرام په ترڅ کې به په دې ښارونو کې ښځو سره د مرستو سربیره دغو ښارونو سره نږدې په کلیوالو سیمو کې هم د ښځو د ژوند د ښه کیدو لپاره یو لړ کارونه ترسره شي.

د پروموټ په نوم د یو ایس آی دي‌ دا پروګرام نن په یوه لویه غونډه کې چې پکې د نورو سربیره د افغانستان جمهور ریس اشرف غني ،‌ اجراییه ریس عبدالله عبدالله ، د یو ایس آی ډي عمومي ریس رجیف شاه او په کابل کې د امریکا سفیر هم برخه لرله ، پیل شو.

د امریکا جهور ریس بارک اوباما ددغه پروګرام د پیل له امله په ملي راډیو ټلویزیون کې ددغې جوړې شوې غونډې ګډون والو ته یو ویډیوي پیغام هم استولی وو چې پکې د افغانستان له خلکو سره د امریکا په اوږدمهاله مرستو ټینګار شوی وو.

XS
SM
MD
LG