د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ژمي لومړۍ واوره ووریده


په افغانستان کې تیرکال د واورې اورښت کم وو.
په افغانستان کې تیرکال د واورې اورښت کم وو.

سږ کال په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ژمي لومړۍ واورې وریدل له تیر ماښام څخه پيل شوې چې تر اوسه دوام لري.

د کندوز اوسیدونکي وايي چې سږ کال د واورې ورښت ناوخته شوی، خو بیا هم د میوه لرونکیو ونو او زراعت لپاره ګټوره تمامیږي.

د کندوز د ماماخیلو اوسیدونکی عبدالرحیم وايي چې دوي لس جریبه ځمکه لري، او د ژوند یوه برخه یې د دهقانۍ له لارې تامنیږي.

نوموړی زیاتوي چې د واورې ورښت زراعت او باغدارۍ ته زیاته ګټه لري، که څه هم د واورې ورښت ناوخته شوی خو که څو ځل واوره ووریږي سږ کال به زراعت او باغونه ښه میوه ونیسي.

له کندوز پرته بغلان، تخار، سمنګان، مزار او نورو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د واورې ورښت پیل شوی دی.

خو د کندوز یو بل اوسیدونکی فضل الله وایې چې سږ کال یخني او واوره ناڅاپي راغله، خلکو لا د ژمي لپاره تیاری نه و نیولی چې هوا یخه شوه.

هغه زیاتوي چې په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې خلک د ژمي لپاره د لرګیو، او ډبرو د سکرو زیرمې جوړوي چې د ژمي پر وخت د لمر د کمزورۍ له امله د ډبرو سکاره هغسې چې یې خلک جوړوي نه جوړیږي.

فضل الله دا هم وايي چې د افغانستان په یخو ولایتونو کې د ژمي تیرول ګران کار دی، ځکه ددې ځای اوسیدونکي ټول اوړی مزدوري کوي او د ژمي په ورځو کې چې کار نه پیدا کیږي د اوړي ګټل شوې خوري.

خو دهقانان بیا دیته خوشاله وي چې که ژمی هرڅومره یخیږي ددوي زراعت ښه حاصل ورکوي او راتلونکي کال ته د اوبو د پریمانۍ هیلې لري.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG