د لاس رسي وړ اتصالات

د امام صیب په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده


 د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني‌ هم وایي چې د امام صیب ولسوالۍ پر ښار شدیده جګړه جریان لري خو تلفات نه لري.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني‌ هم وایي چې د امام صیب ولسوالۍ پر ښار شدیده جګړه جریان لري خو تلفات نه لري.

د کندوز په بیلا بیلو ولسوالیو کې د دولت مخالفو وسله والو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او په داسې حال کې چې جگړه روانه ده د امام صیب ولسوال امام الدین قریشي وایې " د ولسوالۍ پر بازار له دریو اړخونو مخالفینو حمله کړې که مرسته راونه رسیږي ولسوالي سقوط کوي".

هغه وایې چې اوس مهال افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو له خوا قیچي شوي د ملي اردو سرتیري له ښاره د باندې پاتي دي او وسله والو طالبانو ځانونه ښار ته رارسولي دي.

قریشي وایې چې د ښار د لومړۍ ناحیې استامین او ناصریو کلي کې چې د ښار اړونده سیمه ده جګړه جریان لري.

د امام صیب د بازار یو تن دوکاندار رحمن الله وایې چې ددوي د کورونو په پنځه سوه مترۍ کې جګړه جریان لري او زیات شمیر خلک اوس د امام صیب له ښاره هم د وتلو په حال کې دي.

هغه وویل چې د امام صیب پر ښار تقریبا ۲۰۰۰ تنو وسله والو برید کړی او ۵۰ یا ۶۰ تنه پولیس ورسره مقاومت کوي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني‌ هم وایي چې د امام صیب ولسوالۍ پر ښار شدیده جګړه جریان لري خو تلفات نه لري.

د امام صیب کې وروسته له هغې جګړه ښار ته نزدې کیږي چې تیره ورځ د عامه نظم د املي اردو د کمانډو تازه دم ځواکونه هم کندوز ته رارسیدلي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG