د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي کونړ کې د لشکر طیبه پنځه غړي وژل شوي


د لشکر طیبه ډلې پنځه غړي د اسمار_ اسداباد په لاره د ماین ښخولو پر مهال وژل شوي دي
د لشکر طیبه ډلې پنځه غړي د اسمار_ اسداباد په لاره د ماین ښخولو پر مهال وژل شوي دي

په ختیځ زون کې د ملي اردو قوماندانۍ ویاند ‌‌‌‌‌‌ډګرمن شیرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل چې د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې تېره شپه د لشکر طیبه کسانو د اسمار_ اسداباد په لاره ماین ښخوو چې په پایله کې یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

هغه وايي چې دغه کسان په سیمه کې د لشکر طيبه د یو مهم قوماندان امان الله کسان دي.

د اسمار ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي چې د سرک پر سر له یوې چاودنې خبر شوي او په دې هم خبر دي چې مرګ ژوبله پکې اوښتې خو مالومه نه ده چې دا وژل شوي او زخمیان څوک دي.

په کونړ کې ولایتي چارواکي ځانونه له دې موضوع بې خبره ګڼي او وايي تر اوسه یې داسې کوم راپور نه دی تر لاسه کړی.

د اسمار ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي چې په لرو غرنیو ساحو کې یې بیګا شپه درانه غږونه اورېدلي دي.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په نتیجه کې شپاړس داعش جنګیالي وژل شوي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین امریکا غږ ته وویل چې دغه بریدونه د عبدال‌خېلو په سیمه کې تېره شپه بې پیلوټه طیارې کړي دي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG