د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د پنځو پولیسو مړي یوه پوسته کې موندل شوي


د پولیسو مړي په یوه سرحدي پوسته کې چې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ده، موندل شوي دي.
عکس: ارشیف
د پولیسو مړي په یوه سرحدي پوسته کې چې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ده، موندل شوي دي. عکس: ارشیف

د کندهار د امنيې قوماندان سکرټر غورځنګ افریدي امریکا غږ ته وويل، د سرحدي پولیسو دا پوسته د ډیورنډ خط ته نږدې پرته ده، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د پنځو وژل شویو سرحدي پوليسو مړي په کې موندل شوي دي.

ښاغلي افریدي وویل "پېښه تیره شپه شوې، هیت بولدک ته تللی او کره معلومات يې لا تر اوسه نه دي راکړي، چي ولې او څنګه دا پېښه رامنځ ته شوې."

په داسې حال کې چې د کندهار امنیه قومانداني وایي د پېښي اصلي لامل لا معلوم نه دی، وسله والو طالبانو رسنیو ته په یو لیږلي تلیفوني پیغام کې ویلي، چي برید کوونکی سرحدي پوليس د دوی نفوذي کس و او تر برید وروسته له دوی سره یو ځای شوی دی.

دا په سپين بولدک ولسوالۍ کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، چې د پولیسو په یوه سرحدي پوسته کې رامنځ ته شوې، خو په شاوخوا ۲ میاشتو کې په اروزګان، هلمند او کندهار ولایتونو له دیرشو زیات پوليس د خپلو نورو ملګرو له لوري په ورته پېښو کي وژل شوي.

د مسئولینو پر ونیا، د پوليسو ترمنځ لفظي شخړې، په پرله‌ پسې توګه د دندې تر سره کول او د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره د ځینو سرتیرو اړیکې د امنیتي سرتیرو په منځ کې د دغه ډول پېښو اصلي لاملونه دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG