په هند کې پنځه کسان پدې شک نیول شویدي چې پلان یې درلود د اسلامي دولت یا داعش لپاره په هغه هیواد کې څو بریدونه وکړي. امنیتي چاراکي وایي د مشکوکو کسانو سره مهمات او چاودیدونکي مواد هم نیول شویدي.
په هند کې د ترویزم سره د مبارزې او استخباراتو د ادارې چارواکي وایي چې دغو کسانو غوښتل د هند په بیلا بیلو ښارونو کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې لپاره تررویستي فعالیتونه وکړي.
د هند د ملي تحقیقاتو ادارې او پولیسو په ګډو عملیاتو کې دغه پنځه کسان سهار وختي د حیدرآباد په ښار کې په یوولسو بیلا بیلو ځایونو کې د چاپې پر وخت ونیولي دي.
پولیس وایي د نیول شویو کسانو سره نغدې پیسې، مهمات او چاودیدونکي مواد هم نیول شویدي.
د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دغو کسانو پلان درلود " د دولت په خلاف بریدونه وکړي. "
دغه چارواکي همدارنګه ویلي دي " دقیق شواهد لري چې نیول شویو کسانو د اسلامي دولت یا داعش د ډلې لپاره کار کاوه او د هغوي سره یې مستقیماً اړیکه درلوده. "
د ملي تحقیقاتو د ادراې یو چارواکي سنجیف کومار مطبوعاتو ته ویلي دي " دغه کسان د یو چا لخوا چې د هند نه بهر اوسیږي، استخدام شوي و. " هغه دا ونه ویل چې په نیول شویو څومره کسانو به د تروریزم تور ولګیږي.
هند په نړۍ کې دریم غټ هیواد دی چې زیات شیمر مسلمانان پکې ژوند کوي. د اسلامي دولت یا داعش ډلې د کافي زیات وخت راهیسې کوښښ کاوه چې پدې هیواد کې خپل خواخوږي او پلویان پیدا کړي خو کامیابه شوې نه وه.
د هند پولیسو پروسږکال هم نهه ویشت کسان پدې تور نیولي و چې غوښتل یې ځینی کسان استخدام کړي او په هند کې خپل یو مرکز جوړ کړي. پدغو ټولو کسانو دا تور ولګول شو چې د دولت په خلاف یې د جګړې دسیسه جوړوله.
داسې ګمان هم کیږي چې د هند یو شمیر اتباع سوریې او عراق ته تللي دي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره یو ځای شي.
په یوه ویډیو کې چې د مې په میاشت کې په انټرنټ کې خپره شوې وه، هندي جګړه مارانو پکې ویلي و د هغو مسلمانانو بدل به اخلي چې د هند د ګجرات ایالت او نورو ښارونو کې د مسلمانانو پر ضد بلواګانو کې وژل شویدي.