د لاس رسي وړ اتصالات

بارانونو په پاکستان کې شاوخوا ۷۰ تنه مړه کړل


په پاکستان کې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې اداره وايي چې بارانونو تر ټولو زیات تلفات په خیبر پښتونخوا کې اړولي دي. دغلته ۴۷ کسان مړه شوي دي. په پاکستان کې هرکال موسمي بارانونه کیږي، چې له کبله یې درانده مالي او ځاني زیانونه اوړي.

په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې هم بارانونو درانده تلفات اړولي دي. په ځینو سیمو کې له بارانونو وروسته سیلابونه راوتلي، د غرونو ځینې څنډې غورځېدلې او د کورونو چتونه هم نړېدلي او خلک یې لاندې او مړه کړي دي.

په خیبرپښتونخوا کې د جمعې له ورځې، خو په نورو سیمو کې بیا د شنبې له ورځې راهیسې بارانونه شروع شوي دي، په دغو پېښو کې لسګونه نور ژوبل شوي هم دي.

چارواکي وايي زیانمنو شویو کورنیو او سیمو ته یي د بشري او طبي مرستو رسول پیل کړي دي.

د ګلګت بلستان په ایالت کې د غر یوه څنډه ښویدلې او له شاهراه قراقرم سره یې لویه لاره بنده کړې ده، په دغه ایالت کې ښوونځي هم رخصت کړل شوي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په کشمیر، ګلګت بلستان او هزاره ډیویژن کې د نورو بارانو د ورېدو وړاندوینه کړې ده.

په جنوبي اسیا کې هرکال موسمي بارانونه کیږي، چې ډېرکله درانده مالي او ځاني زیانونه اړوي، چې تر نورو هېوادونو په هند او پاکستان کې ډېر وي.

XS
SM
MD
LG