د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د پاکستاني طالبانو ملاتړي ونیول شول


امریکا کې د پاکستاني طالبانو ملاتړي ونیول شول
امریکا کې د پاکستاني طالبانو ملاتړي ونیول شول

هغه کسان چې په دې تورن شوېدی چې له پاکستانی طالبانو سره ېې مالی ملاتړ کاوه، توقع ده چې د دوشنبې په ورځ محکمی ته حاضر کړی شي. د پاکستاني طالبانو ډله د امریکا له خوا نه د ترهګرې ډلې په نامه یادیږي.

د امریکا د عدلیې وزارت د شنبی په ورځ ووېل چی په دې پېښه کې مشکوکان د امریکا د فلوریډا ایالت اوسېدونکي دي. دا ټول د امریکا اتباع دي خو پاکستاني الاصله دي. پرهغوی باندی د یوه ستر منصفه هېئت له خوانه تورونه لګول شوېدی.

رپوټ وايی امریکا په شپږو کسانو باندي چي د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي او هغوي ته مالي مرستي رسوي، د شنبی په ورځ تورونه ولګول. دری مشکوکان اوس هم په پاکستان کې دي او نېول شوی ندی.

امریکا وایي چې دغو درې کسانو پاکستاني طالبانو ته د یوه پېچلی بانکی سېستم په واسطه ۵۰ زره ډالر استولي دي چې هغوی په دې پیسو باندی دافراطېانو لپاره وسلی واخلی ، دهغوی د کورنیو او عملیاتو ملاتړ وکړي.

په هغوی کي یو تن ( حافظ محمد شیر علي خان ) نومیږي او ٧٦ کلن دی. نوموړی د فلورېدا اېالت د میامي په ښار کې د فلګلر په نامه د یوه جومات امام دی. هغه په سوات کې ېوه مدرسه هم چلوله. دوه تنه نور دواړه د هغه زامن دي چي یو اظهر خان نومیږي او د یوه بل مسجد امام دی او بل تن عرفان خان دی. په دغه مدرسه کې به افراطیانو ته ځای ورکول کیده او ماشومانو ته به دا ورښودل کیدل چې په افغانستان کې امریکایان څنګه ووژني.

په دغو شپږو واړو باندې دا تورونه لګیدلي چي په خارجي ملکونو کی یې د خلکو د وژلو، زخمی کولو او تښتولو لپاره دسیسې جوړولې او پاکستاني طالبانو ته یې پیسې برابرولې. پاکستاني طالبان د پاکستان د حکومت مخالف دي او د امریکا د ګټو په مقابل کي یې د زیاتو حملو ادعا کړې ده.

نور تفصیل:

پاکستانی طالبانو وېلی دی چې په پاکستان کې دجمعی دورځې ځان مرګي برېدونه دوی وکړل. په دغو برېدونو کې چې د پاکستان د پوځې روزنی په ېوه مرکز کې وشوې تر اتېا نه زېات کسان ووژل شول او تر ۱۲۰ نه ډېر زخمی شوېدی. د پوځې روزنی دغه مرکز د خېبر پښتونخوا د چارسدی د شبقدر په سېمه کې پروت دی.

دغې ډلې وېلي دي چې دا برېد دوی ددې لپاره کړېدی چی د اسامه بن لادن د وژلو بدل واخلي.

هغه درې مشکوکان چې تورن شویدي هغوی په پاکستان کې اوسېږي. په هغوی کې د مشر خان لور امنه خان او د هغی زوی عالمزېب شامل دي.

د علي خان په نامه یو بل پاکستانی هم تورن شوېدی. که پر هغوي باندي دا تورونه ثابت شي نو شپږ واړو باندې تر ١٥ کلونو پورې قید ختلی شي.

XS
SM
MD
LG