د ولسمشر دونالډ ټرمپ د ملي امنیت مخکنی مشر مایکل فلین وايي که له عدلي تعقیب څخه یې د بچ کېدو ضمانت وشي، د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د مشاورانو او روسیې ترمنځ د تماسونو په اړه به د کانګرس له تحقیقاتي کمېټي سره مرسته وکړي.
والسټریټ ژورنال د پنجشنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي چې ښاغلي فلین په همدغسې یو ضمانت پسې ګرځي خو تر دې دمه لا چا د هغه شرطونه نه دي منلي.
د مایکل فلین مدافع وکیل رابرټ کیلنر په یوې اعلامیې کې ویلي "جنرال فلین د ویلو لپاره خبره لري او ډېر لیواله دی چې دا خبره وکړي، خو باید حالات ورته اجازه ورکړي".
ښاغلي کیلنر همدغه راز ویلي"موږ د اوس لپاره د استازو د مجلس او سنا د استخباراتي کمېټې او جنرال فلین د مشاورانو ترمنځ د خبرو په اړه نه غږیږو، خو دومره وایو چې خبرې شوي دي".
ولسمشر ټرمپ دغه متقاعد جنرال خپل د ملي امنیت سلاکار وټاکه، خو وروسته بیا د دندې پرېښودو ته مجبور کړل شو.
په هغه تور دی چې د ولسمشر لومړي مرستیال میک پنیس ته یې د روسیې له سفیر، سرګي کسلاک، سره د خبرو په اړه غلط معلومات ورکړي وو.
د امریکا د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د ښاغلي ټرمپ ځینو مخالفانو دعوه کوله چې روسیې د هغه په ګټه په کمپاین کې مداخله کړې ده خو د هغه د کمپاین دفتر دا تورونه رد کړي دي.
اوس د متحدو ایالتونو د استازو مجلس او د سنا استخباراتي کمېټه په دې اړه تحقیقات کوي چې د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د مشاروانو او روسیې د حکومت ترمنځ خو به کومه اړیکه نه وې نیول شوې، داسې اړیکه چې په انتخاباتو کې د روسیې مداخله ثابته کړي.