مایکل فلن څو میاشتې وړاندې اسلام "سیاسي ایډیالوژي" او د امریکا لپاره "سرطان" په توګه یاد کړی و.
د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د پوځ متقاعد ډګر جنرال او د پوځي استخباراتو پخوانی مشر، مایکل فلن، د خپل ملي امنیت مشاور په توګه انتخاب کړی دی.
ښاغلی فلن د مسلمانانو او اسلامپالو کلک منتقد دی. اسوشیټډ پرس وايي چې ښاغلي فلن پخوانیو څرګندونو او پخپل کتاب کې "افراطي اسلام" د متحدو ایالتونو لپاره سرطان بللی و.
دغه متقاعد پوځي په نورو عمومي غونډو کې د خبرو او تبصرو تر څنګ، سږکال د ډیموکراتانو په عمومي ملي کنوانسیون کې هم د داعش پر ضد توندې خبرې وکړې. ده وویل چې دغې ډلې په نړیواله کچه ګواښ پېښ کړی او باید امریکايي پوځیان یې پر ضد پریکنده اقدامات وکړي.
نوموړي د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکې کې وویل چې امریکا باید افراطي اسلام "وځپي" خو موږ " د اوس لپاره د دغه کار اجازه نلرو".
ښاغلي فلن د " د جنګ ډګر: موږ څنګه د افراطي اسلام او د هغه ملګرو پر ضد نړیوال جنګ ګټلی شو،" په نوم یو کتاب هم لیکلی دی.
ده په خپل کتاب کې د امریکا پر هغو مشرانو کلک انتقاد کړی چې اسلام د سولې دین بولي. هغه لیکلي "د جهاد د موجودیت په اړه انکار ولسمشر اوباما ته لاره هواره کړه چې دا ادعا وکړي چې داعش له اسلام سره سر او کار نلري".
نوموړي د همدغه کال په اګست کې د اسلام-مخالفې یوې ډلې په غونډې کې اسلام " یو ناسور" یاد کړ او وویل چې اسلام "د مذهب ترشا یوه پټه شوې سیاسي نظریه ده".
د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې د مسلمانانو د دفاع یوې ډلې ( مسلم ایډوکیټ) په یوې اعلاميې کې ویلی چې د جنرال فلن ګمارنه "د مسلمانانو پر ضد د تګلارو او احساساتو ننګه کول دي چې ورسره به زموږ د ولس امنیت خراب شي، چې وار د مخه د مسلمانانو او ټولو امریکایانو لپاره همدغسې یو چاپیریال جوړ شوی دی".
د ملي امنیت د مشاور دنده
هر هېواد د ملي امنیت د مشاور دنده فرق کوي، خو په امریکا کې دملی امنیت مشاور معمولآ په مهمو مسایلو او تګلارو کې د بهرنیو چارو، دفاع، عدليي وزیرانو او د ملي امنیت له نورو چارواکو سره سر او کار لري.
دا دنده له دې پلوه هم ډېره مهمه ده چې د ملي امنیت مشاور ولسمشر ته نژدې او اعتمادي کس وي او په سپينې ماڼۍ کې به ورسره ګډ کار کوي.
د ملي امنیت مشاور په ډېرو مهمو لکه د جنګ، سولې، ډیپلوماسۍ او استخباراتي چارو کې دخیل وي او ولسمشر ته به سلا مشورې ورکوي.
ډګر جنرال مایکل فلن د همدغه کال په ډسمبر کې ۵۸ کلن کیږي. ده د دریو لسیزو لپاره په مهمو پوځي او استخباراتي برخو کې کار کړی دی. دی په ۱۹۸۱کال کې د پوځي استخباراتو په څانګې کې پر دندې وګمارل شو.
پر دې سربېره نوموړی د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د استخباراتو د برخې مشر و. همدغه راز ده په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د استخباراتو د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
خو پر ده باندې بیا د کار کړۍ تنګه شوه او په ۲۰۱۴ کال کې یې د دفاعي استخباراتو د مشر په توګه له خپلې دندې لاس په سر شو.