د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ نیوکو د ځینو امریکايي مطبوعاتو اندېښنې پارولي دي


ولسمشر ټرمپ ځیني مشهورې امریکایي رسنۍ د خلکو دښمنې وبللې
ولسمشر ټرمپ ځیني مشهورې امریکایي رسنۍ د خلکو دښمنې وبللې

دموکرات استازی اډم شیف وايي یوازې یو دیکتاتور دا خبره کولی شي، کله چې و غواړي پر ټولورسنیو او معلوماتو باندی کنترول پیدا کړي.

په واشنگټن کې ډېر غټ شمېر خبریالان او د آزادو رسنیو پلویان اوسېږي. په رسنیو کې د ولسمشر ټرمپ پرهغو بریدونو تبصرې روانې دي چې هغه تراوسه پورې پر خبري رسنیو کړې دي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپل تیر مطبوعاتي کنفرانس کې او په فلوریډا کې د خپلو پلویانو په بهیر کې پر رسنیو کلکی نیوکې وکړلې.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تیرې شنبې په ورځ، په فلوریډا کې د خپلو پلویانو په یو ستر بهیر کې چی شمېرېې نهو زرو ته رسېده گډون وکړ. روان کال د فبروري ١٧- مه .
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تیرې شنبې په ورځ، په فلوریډا کې د خپلو پلویانو په یو ستر بهیر کې چی شمېرېې نهو زرو ته رسېده گډون وکړ. روان کال د فبروري ١٧- مه .

دامریکا غږ خبریال مایکل بومن په همدې اړه د امریکا د د دواړو گوندونو دا ستازیو د خونې د غړیو نظریات را ا خیستي دي. هغه پر رسنیو باندی د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د برید په اړه د نامتو جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین نظر اخیستی دی.

هغه وايي دیکتاتوران د ازادو مطبوعاتو په ځپلو خپل کار پیل کوي. ښاغلي مکین وویل حقیقت دادی چیموږ آزادو رسنیو ته اړتیا لرو، پکارده چی وې ولرو، ځکه حیاتي اهمیت لري. که چېرې موږ غواړو چی دموکراسي خوندي کړو لکه څنگه چې موږ پرې پوهېږو نو پکارده چې داسې رسنۍ و لرو چی د مخالف گوند په څېر ډیر بحث اواستدلال کوي.

ولسمشر ټرمپ دامریکا مشهورې خبري رسنۍ دخلکو د دښمنانو په توگه ونومولې. هغه همدا خبره د فلورېډا په بهیر کې چې امریکا بیرته عظمت ته ورسوئ نومولی و، تکرارکړله.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې بهیر کې خپلو پلویانو ته د رسنیو په اړه وویل"هغوی د ستونزې غټه برخه تشکیلوي، او د فاسد نظام برخه دي. کله چې رسنۍ خلکو ته درواغ ووايی نو زه به ېې پرې نږدم چې بې سزا پاتې شي. هغوی خپله اجنډا لري، او ستاسې له اجنډانه توپیرلري".

دموکرات استازي اډم شیف خپل غبرگون په دې اړه داسې څرگند کړ" یوازې یو دیکتاتور داخبره کولی شی کله چې وغواړي پر ټولورسنیو او معلوماتو باندی کنترول پیدا کړي"

Aولسمشر ډنلډ ټرمپ د فلوریډا په بهیر کې له یوه ملاتړسره ( ددغه بهیرنوم " امریکا بیرته عظمت او ستروالي ته ورسوئ) و.
Aولسمشر ډنلډ ټرمپ د فلوریډا په بهیر کې له یوه ملاتړسره ( ددغه بهیرنوم " امریکا بیرته عظمت او ستروالي ته ورسوئ) و.

د امریکا ددواړو گوندونو داستازیو د خونې غړیو د خبري رسینو د رپوټونو په اړه په دوامداره توگه شکایتونه کړيدي خو د مطبوعاتو د آًزادۍ دفاع هم کوي.

دموکرات استازی اډم شیف وايي" له کوم وخت راهیسې چې هغه ولسمشر شوی دی، دهغه داخبره زما لپاره ډیره زیاته د پریشانۍ وړده چې دی په اصل کې د اساسي قانون لومړي تعدیل ته دخلکو د دښمن په نظر گوري، ځکه مطبوعات په اصل کې د اساسي قانون له مخې کار کوي. حتی نکسن هم داکار ونکړی شو." 75

یوه جمهوري غوښتونکي سناتور د حقوقو دلایحې یوه برخه چې بیان د ازادۍ تضمین کوی په خپل ټوېټر کې د ولسمشر دانتقاد په وړاندې د غبرگون په دود خپره کړله، خو نورېې دومره جدي نه بولي.

جمهوري غوښتونکی سناتور رانډ پال له اې بي سي دس ویک سره په مرکه کې وویل" ولسمشر ټرمپ په خپل خاص طرزباندې خپل نظریات څرگندوي، خو زه ددې شواهد نه وینم چې څوک دې داسې لایحه منظورئ تهوړاندې کړي چې د مطبوعاتو ازادي محدوده کړي.

بل نامتو جمهوري غوښتونکی سناتور مېچ مکانل وايی دی د ډانلډ ټرمپ د ورځنیو ټویټونو طرفدار نه دی ، خو ددې طرفدار دی چی هغه په واقعېت کې څه کوي.

هغه کسان چی ولسمشر ټرمپ ته نیژدې دي، په هغوی کې یوشمېر دهغه له اظهاراتو نه ځان لېرې ساتي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جېم ماتیس وايی " ماله مطبوعاتو سره له جنجال او بحث نه ډک وخت تیر کړی دی. خو څومره چې په ماپورې اړه لري، زه له مطبوعاتو سره کومه شخړه نلرم."

د ولسمشر ټرمپ خلاف خال خال مظاهرې په ټول هېواد کې کېږي، خو د هغه نیژدې پلویان دهغه پیغام تکراروي.

همېلټن کامپوس، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ طرفدار وايي

".. هغه په دې برخه کې رېښتیا وايي ځکه له بده مرغه زیاتره خبري رسنۍ خبرونه په خپله گټه تحریف کوي".

که ولسمشر ټرمپ، له ېوې خوانهخپل پلویان تقویه کوي له بل پلوه هغه ډلې هم تقویه کوي چې غواړی د دې د ادارې سره په محکمو کې قانوني دعواوې وکړي.

دامریکا د مدني حقوقو یوې ادارې رپوټ ورکړ چی تیره میاشت د دوی په بسپنو کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG