د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عمومي منشي، اندرس فاغ راسموسن ژمنه کړې چې په نړیوالو ځواکونو به د افغان امنیتي ځواکونو د انفرادي بریدونو مخه ونیسي


د ناټو مشر: طالبان اوس ۲ انتخابه لري

د ناټو مشر: طالبان اوس ۲ انتخابه لري

د ناټو عمومي منشي، اندرس فاغ راسموسن ژمنه کړې چې په نړیوالو ځواکونو به د افغان امنیتي ځواکونو د انفرادي بریدونو مخه ونیسي. هغه وايي چې دغه ډول بریدونو د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د بې اعتمادي د رامنځ ته کیدو په خاطر شوي.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې دغه ډول بریدونه به د انتقال پروسه ټکنۍ نه کړي.
په پام کې ده چې نړیوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.

د ناټو عمومي منشي وویل: په نړیوالو ځواکونو باندې د افغان امنیتي ځواکونو د انفرادي بریدونو د مخنیوی لپاره په اضافې اقداماتو کې کیداي شي د استخدام او څار په پروسې کې تغیرات، د استخباراتي معلوماتو د راټولو په بهیر کې ښه والی او کلتوري روزنه شامل وي.

یوازې سږکال د افغان عسکرو په انفرادي بریدونو کې د ناټو لږترلږه ۴۵ عسکر وژل شوي. یوازی د اګست په میاشت کې ۱۲ دغسې بریدونه شوي چې د نړیوالو ځواکونو پنځلس عسکر پکښې ووژل شوي دي..
XS
SM
MD
LG