د لاس رسي وړ اتصالات

یوروگوای کوارټر فاینل ته ورسید


په جنوبی افریقا کی دفوټبال د نړیوال کپ په ټورنامینټ کی یوراگوایی چه دوه واری یی پخواهم دقهرمانئ لقب گټلی ؤ، لومړی ټیم دی چه کوارټر فاینل ته ورداخل شو او جنوبی کوریا ته یی دوه د یو په مقابل کی ماتی ورکړه.

پرونئ لوبه ددواړو ټیمونو په منځ کی په پورټټ الیزابیت کی وشوه . د یوراگوایی دټیم نامتو فوټبالر اویز شواریز چه دخپل ټیم لپاره یی دوه گوله وکړل، د پرونئ لوبی د مین اف د میچ په نامه وپیژندل شو.

دجنوبی کوریا فوټبالر لی چنگیانگ هم دخپل ټیم لپاره د لوبی په اته شپیتمه دقیقه کی یو گول وکړ.

په داسی حال کی چه دجنوبی کوریا ټیم خپل وطن ته بیرته روان ؤ دومره تسلی یی وشوه چه لا اقل یو گول خو یی وکړ. د فرانسی او ایټالیی دټیمونو په څیر بیخی تش لاس کور ته نه دي روان.

کله چې پرون دگانا او امریکا دفوټبال دټیمونو په منځ کی دکوراټر فاینل لوبه شروع کیده نو دامریکا پخوانی جمهور ریس بل کلنټن یی دسیل لپاره هم موجود ؤ .

ټاکل شوې ده چې د فوټبال د روان نړیوال جام پای لوبه یا فاینل به د جولایی په یوولسمه د جهانزبرگ په سټیډیم کې وشي.

XS
SM
MD
LG