د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبی افریقا د فوټبال میدانونه نړیوال جام ته آماده دي


د جنوبی افریقا د فوټبال میدانونه نړیوال جام ته آماده دي
د جنوبی افریقا د فوټبال میدانونه نړیوال جام ته آماده دي

د جنوبی افریقا جمهورریس زوما وایی چی دوی د فوټبال د نړیوالو مسابقو دپاره ټول ترتیبات نیولی دی او میلمنو ته سترگی په لار دي.

د جنوبی افریقا دا خبری د فوټبال د نړیوال جام د مسابقو د پیل نه پینځه ورځی وړاندی د مطبوعاتو سره د مرکی په وخت کړیدی ،د فوټبال د نړیوال جام لومړئ مسابقه د جون په یولسمه جوهانسبرگ ښار کی کیږی..

د جنوبی افریقا جمهورریس وایی چی دا دویم ځل دی چی د جنوبی افریقا خلک دومره زیات خوشالی او خوشبختی احساسوی . چی دومره لویی مسابقی د دوی په میدانونو کی کیږی. دی نه وړاندی دوی ته هغه وخت د خوشالو ستره ورځ وه چی کله په کال ١٩٩٠ کی چی کله د دوی ستر رهبر او د نسلی تعصب په ضد د مبارزی لار ښود نیلسن مینډیلا د بند نه خوشی شوی و.

جمهور رئیس زوما وایی چی دا د ستر رهبر منډیلا د زحمتونو او مبارزی برکت دی چی جنوبی افریقا یی د رنگ او نسل د تفرق نه ازاده کړه او دا دی نن تور او سپین په یو مېدان کی سره فوټبال کوی او فوټبال نه خوند اخلی

هغه دا هیله هم څرگنده کړی چی یو نوی کلن مشر نیلسن مینډیلا به د فوټبال د نړیوالو مسابقو د پرانستی په مراسمو کی گډون وکړی. خو وایی چی دا خبره لا تر اوسه پوره ثقه شوی نه ده، ځکه چی د مینډلا صحت دومره ښه نه دی چی د کټ نه راپاڅی.

د فوټبال د نړیوال جام دا مسابقی چی د جنوبی افریقا په مختلفو میدانونو کی ترسره کیږی. دا به یوه میاشت دوام ولری. او دی کی به نړئ دوه دیرش ملکونه برخه لری. په لومړئ مسابقه کی به د کوربه هیواد ټیم د میکسیکو د ټیم سره مخامخ کیږی.

دا د فوټبال په تاریخ کی لومړئ ځل دی چی دا مسابقه په کوم افریقایی هېواد کی کیږی.

او په یو داسی ملک کی کیږی چیرته چی شپاړلس کاله وړاندی تور پوستی د ډیرو حقوقو نه محرومه وو او سپینو ورباندی حکومت کولو.

خو بیا تور پوستی مشر نیسلن مینډلا هم د سپورتی مسابقو دلاری تقسیم شوی ولس یو موټئ کړو او د رنگ او نسل د امتیاز نه ازاد کړل او دی پخپله د جنوبی افریقا لومړئ منتخب جمهورریس شو.

XS
SM
MD
LG