د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: لسګونه زره انسانان لادرکه دي


دا مهال لسګونه زره کسان په جنګونو، طبیعي او نور پېښو کې ورک شوي چې کورنۍ یې لا هم انتظار کوي.
دا مهال لسګونه زره کسان په جنګونو، طبیعي او نور پېښو کې ورک شوي چې کورنۍ یې لا هم انتظار کوي.

د اگسټ ۳۰ د هغو کسانو نړیواله ورځ بلل کېږي چې د جنگونو، شخړو او یا نورو طبیعي افتونو پر مهال تري تم شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) د دې ورځې په مناسبت له حکومتونواو مدني ټولنو نه غوښتي چې ددغو خلکوپه اړه اسناد او شواهد برابرکړي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي که سرنوشت یې معلوم شي، د زرگونو کورنیو کړاونو ته به د پاې ټکې کښیښودل شي.

دا نړیواله ورځ د لومړي ځل لپاره په ١٩٨١ میلادي کال کې د لاتینی امریکا په هیواد کواستاریکا کې یوې غیردولتي موسسې ونمانځله.

د دغې ورځي د نمانځلو هدف دا دی چې د ورکو شویو کسانو په اړه د نړیوالو ټولنې پام لا زیات واړوي، چې په بېلا بېلو پېښو او یا د حکومتو او چارواکو له له وري له نیول کیدو وروسته، ورک شوي کورنۍ نه پر برخلیک نه پوهیږي.

په هغه وخت کې د لاتینی امریکا په دوو هیوادونو چیلي او ارجنټاین کې د پوځي کودتاگانو په نتیجه کې نظامي حکومتونه جوړ شول او په لسگونو زره کسان د ناپاک جنگ ترنامه لاندی ونیول شول، چې ډېر ژر د ارجنټاین او چیلي کې سیاسی ناکراریو د لاتینې امریکا نورو ملکونو ته هم وغزېدله.

له څلورو لسیزو زیات وخت د تېرېدو باوجود، اوس هم د سلگونو زرو سیاسي بندیانو سرنوشت نه دی معلوم شوی.

د سره صلیب د نړیوالی کمیټی یوه ویاند فرانسس مارکس امریکا غږ ته وویل چې دا موضوع اوس نوره هم ځکه پیچلې او پراخه شوې ده چې په زرګونو خلک د قدرتي افتونو له امله او یا د جگړو په نتیجه کې بی کوره شوي دي او نورو هیوادونو ته یې کډه کړی ده.

هغه وايي"هېڅ فرق نه کوي چې دغه خلک په کومو شرایطو کې ورک شوي دي، د دوامداره بی سرنوشتۍ له امله یي باید د کورنیوغم او درد په نظر کې ونیول شي ځکه چې د ټولو، مصېبتونه او کړاونه یوشان دي. همدا وجه ده چې مونږ کوښښ کوو په نړیواله کچه ددې خلک پر دې موضوع پوه شي، د حکومتونو اومدني ټولنو پام ورته راجلب کړو اوهغه اسناد او شواهد راجمع کړوچې په دې اړه گټور وي."

مارکس وویل که ددغوکسانو سرنوشت معلوم شي، نود کورنیو غړو ته به یې په ذهني اوعملی توگه تسلی ور په برخه شي، عادي ژوند به پېل کړي اوله مالي پلوه به هم څه ناڅه ارمه شي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي چې د منځني ختیځ او افریقا په شمول د نړۍ کوم هیوادونه چې جنگونه په کې روان دي او ېا قدرتي افتونو ځپلي دي، دغه موضوع یې له حکومتونو سره مطرح کړې ده.

سورصلیب وايي کوښښ کوي ضروري اسناد او شواهد راټول کړي اود دغو کسانو د کورنیو سره مالي او حقوقي مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG