د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د بهرنیو ځواکونو یو هلیکوپټر بیړنۍ ناسته کړې


د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د هیلکوپټر د بیړنۍ ناستې له ځای سره نږدې د افغان پوڅ د کوماندو ځواکونو یو کنډک هم پروت دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د هیلکوپټر د بیړنۍ ناستې له ځای سره نږدې د افغان پوڅ د کوماندو ځواکونو یو کنډک هم پروت دی.

هلمند کې چارواکي او د سیمې او سیدونکي وایي چې نن سهار د بهرنیو ځواکونو یو هلیکوپټر د نادعلي ولسوالۍ د شنې جامع په سیمه کې راپریوتی دی.

خو په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت د قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو د هلیکوپټر پریوتل نه دي تائید کړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې نن په نادعلي ولسوالۍ کې د قاطع ملاتړ ماموریت یو هلیکوپټر بیړنۍ ناسته کړې ده.

جنرال دولت وزیري وویل "د حمایت قاطع ځواکونو یوې الوتکې بیړنۍ ناسته کړې، هلته زمونږ کوماندویان هم دي، زمونږ یو کنډک هم دی لویدلې نه ده ".

جنرال وزیري وویل چې په دغه پیښه کې بهرنیو ځواکونو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

ځايي خلک او عیني شاهدان وايي چې هلیکوپټر د نادعلي ولسوالۍ له مرکز څخه لرې د شنې جامع په سیمه کي نن سهار څه باندي پنځه بجې را غورځېدلی دی.

د نادعلي ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي وايي چې د هلیکوپټر تر غورځېدو وروسته نړیوالو ځواکونو د پېښي سیمه کلا بنده کړې ده.

د ډیرو هڅو سره سره مو په دې اړه د قاطع ملاټړ د ماموریت نظر ترلاسه نه کړای شو، خو د پېښي سیمه د ښوراب له پوځي مرکز سره په ۴۰ کيلو میترۍ کې پرته ده.

د نادعلي ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې هلیکوپټر د هوايي ګزمې پر مهال د دغې پيښې سره مخ شوی دی.

امنیتي چارواکي وایي چې د پټو معلوماتو له مخې چې دوی ته رسیدلي، وسله والو طالبانو نن د جمعې په ورځ غوښتل چې د شنې جامع په سیمه کي د خپلو پلویانو یوه ډیره لویه غونډه جوړه کړي.

تر اوسه د طالبانو د دغې غونډې په باب نور جزئیات نه دي ترلاسه شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG