د لاس رسي وړ اتصالات

داودزی: پاکستان څخه د سولې د راوستلو تمه بې ځایه ده


 د کورنیو چارو پخواني وزیر نن د جمعې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دې د افغانستان د اوسني نظام ړنګیدل نه غواړي.
د کورنیو چارو پخواني وزیر نن د جمعې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دې د افغانستان د اوسني نظام ړنګیدل نه غواړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي چې په پاکستان کې یې هم د افغانستان د سفیر په توګه هم کار کړی، نن د جمعې په ورځ د ګرشک د ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان جنرال حکمت الله حقمل د لومړي تلین په مناسبت په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې ټول بهرنیان خپل اهداف لري او یو هم د افغانانو ښه دوست نه شي کیدی.

محمد عمر داودزي وویل، چې په کار دي پاکستان څخه د سولې د تمې پرځای په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو لپاره یوه نوې لاره ولټول شي.

ښاغلي داودزي وویل "د پاکستان له لارې په افغانستان کې سوله نه شي راتللی، پاکستان خپل مقاصد لري، هغه نه دا حکومت پوره کولی شي، نه راتلوونکی حکومت. د پاکستان څخه د سولې هیله بې ځایه ده ".

هغه وویل د بهرنیانو څخه د سولې د هیلې پر ځای باید ټول افغانان بخپله د سولې لپاره کار وکړي.

ښاغلی داودزي د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر مشرانو او قوماندانانو سره د افغانستان د ساتنې او ثبات په نوم یوه جبهه هم جوړه کړې ده.

هغه د غونډې برخه والو ته وویل چې دې د افغانستان د اوسني نظام ړنګیدل نه غواړي، بلکې په نظام کې د اصلاحاتو غوښتونکی دی.

همدې غونډې ته د ښه حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود په خپله وینا کې وویل، چې وسله وال مخالفان نه غواړي چې سوله ایز ژوند ته راستانه شي.

هغه وویل چې د افغان حکومت د سولې اواز ته د مخالفانو ځواب د جنګ دوام وو.

احمد ضیا مسعود د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د ملي مقاومت رامنځ ته کیدلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې طالبان او د افغان حکومت نور وسله وال مخالفان د پاکستان د استخباراتو د ادارې په لارښوونه د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي.

دې غونډې ته د افغانستان د دفاع پخواني وزیر بسم الله خان محمدي په خپلو څرګندونو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ غوښتنه وکړه وې ویل چې مخالف وسله وال به هیڅکله خپل هدف ته ونه رسیږي.

خو پاکستان د افغانستان په چارو کې ددغه هیواد د استخباراتو د ادارې آی ایس آی، د لاس لرلو په هکله د افغان چارواکو څرګندونې یو ځل بیا رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا د پنچشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې دغه هیواد لا هم په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي په هڅو بوخت دي.

محمد نفیس ذکریا د طالبانو د ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ په باب ادعا هم بې اساسه وبلله.

ښاغلي ذکریا وویل " د تاسف وړ خبره ده، دا ډول بې اساسه څرګندونې واقیعت نه لري. پاکستان په کلک عزم او ارادې سره د تندلارو او ویره اچوونکو پر وړاندې جنګیږي".

دا اونۍ د افغانستان د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي د ولسي جرګې یوې غونډې ته د وینا په وخت په مخامخ ډول د پاکستان د استخباراتو اداره آی ایس آی د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه او ادعا یې وکړه چې آی ایس آی، طالبان په افغانستان کې د پسرلي او د دوبي عملیاتو ته هڅوي او ورڅخه بشپړ ملاتړ کوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، چې د دغه هیواد وسله وال ځواکونه پرته د امتیاز څخه د ویره اچوونکو پر وړاندې عملیات پر مخ وړي.

هغه وویل، چې ویره اچوونکي د افغانستان او پاکستان ګډ دښمنان دي.

محمد نفیس ذکریا وویل، چې یو بل باندې تورونه لګول یوازې وسله والو مخالفانو ته ګټه ورسوي.

هغه د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان د ژمنو د نه عملي کیدو په هکله د افغان چارواکو څرګندونو ته په ځواب کې وویل، چې په څلور اړخیز بهیر کې شامل هیوادونه په کلکه هڅه کوي چې هرڅومره ژر چې کیږي د افغان حکومت او د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د ډلو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره پرانیځي.

ښاغلي محمد نفیس ذکریا وویل " د افغانستان د ګټو په خاطر، مونږ په دې باور یو چې ډیره پاملرنه د سولې خبرو ته وي، تر څو هرڅومره ژر چې کیږي دا خبرې ترسره شي او هیڅوک د پاکستان په صداقت باندې شک ونه لري. په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دی او د بل هر هیواد پرتله د افغانستان د سولې په بهیر کې زمونږ ونډه زیاته ده".

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزي دا اونۍ د سولې د هڅو د ارزونې په هکله په کابل کې یو جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې د غونډې برخه والو ته وویل چې پاکستان چې د افغانستان د سولې په برخه کې کومې ژمنې کړې وې تراوسه يې پرې عمل نه دی کړی.

د ګرشک د ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان جنرال حکمت الله حقمل تیر کال همدا مهال د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په برید کې وژل شوی وو.

جنرال حکمت الله حقمل چې د افغان پوځ صاحب منصب وو، په ولسي جرګه کې د هلمند د ولایت د یو وکیل معلم میرولي زوی وو.

XS
SM
MD
LG