د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی: له ای اس ای سره دې تفاهم لیک لغوه شي


ارګه لاسلیک شوی تفاهم لیک له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره دی او په سند کې د ملي امنیت د کارکوونکو روزنه اصلا نده مطرح شوې
ارګه لاسلیک شوی تفاهم لیک له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره دی او په سند کې د ملي امنیت د کارکوونکو روزنه اصلا نده مطرح شوې

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له افغان مشرتابه غوښتي، چې د پاکستان له استخباراتي شبکې ای اس ای سره دې د افغانستان د ملي امنیت لاسلیک شوی تفاهم لیک باطل کړي.

همداشان پخواني ولسمشر له افغان ولسمشر غني دا ډول غوښتي، چې په اینده کې دې د هر هغه سند له لاسلیک کولو ډډه وکړي، چې د افغانستان ملي ګټو په خلاف وي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر چې کومه لنډه خبرپاڼه د خپل فسبوک په باڼه خپره کړې ده، په کې پخواني ولسمشر حامد کرزي له ای اس ای سره ددغه تفاهم لیک په لاسلیک کولو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

پدغه خبرپاڼه کې نور زیات څه ندي ویل شوي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د استخباراتو د ادارې ترمنځ دغه لاسلیک شوي تفاهم لیک ته دغه غبرګون پداسې حال کې ښودلې، چې پدې وروستیو کې سیاسي څېړونکو او د ملي امنیت پخوانيو رئیسانو ددغه تفاهم لیک په خلاف افغان رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې څرګندونې کړي دي.

ارګ بیا له ای اس ای سره دغه لاسلیک شوی تفاهم لیک له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره ګڼي، ارګ په ورته وخت کې وايي، چې پدغه تفاهم لیک کې د ملي امنیت د کارکوونکو روزنه اصلا نده مطرح شوې.

د ملي امنیت د پخواني رئیسانو امرالله صالح او اسدالله خالد غبرګونونه هم ښودل شوي، دوی دواړو ویلي، چې په خپل وخت کې یې له ای اس ای سره تفاهم لیکونه ندي لاسلیک کړي، خو د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي خبریالانو ته ویلي وو، چې دا تفاهم لیک په دوه زره او شپږم او او دوه زره او نهم کې هم لاسلیک شوي وو.

له ای ایس ای سره د ملي امنیت ددغه تفاهم لیک په اړه ګڼ غبرګونونه را پورته شوي دي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم دا تفاهم لیک ښه ندی بللی.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد هم له ای اس ای سره ددغه تفاهم لیک د ژر باطله کېدو ویلي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څېر یې ویلي، چې له هر ډول هغو سندونو نه دې ډډه وشي، چې د افغانستان د ملي ګټو په خلاف وي.

افغان پارلمان هم نن پرېکړه کړې ده، چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل راتلوونکې یکشنبه ددغه تفاهم لیک په سر توضحیاتو ته ور وغواړي.

ارګ د تازه غبرګونونو په تړاوو کوم نوی دریځ ندی ښودلی، خو وړاندې تر دې د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي ویلي وو، چې دداسې تفاهم لیک لاسلیک کومه نوې خبره نده.

له ای ایس ای سره دا تفاهم لیک د پاکستان د صدراعظم نواز شریف له سفر مخکې ددغه استخباراتي سازمان له مشر سره د افغانستان د ملي امنیت د ریاست مرستیال لاسلیک کړی وو.

XS
SM
MD
LG