د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی ولسمشر: افغانان هیڅکله ډیورنډ کرښه نه مني


پخواني ولسمشر وویل چې یو ځل د پاکستان پخواني ولسمشر مشرف ورڅخه د ډیورنډ کرښه
پخواني ولسمشر وویل چې یو ځل د پاکستان پخواني ولسمشر مشرف ورڅخه د ډیورنډ کرښه

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، افغانستان هیڅکله له پاکستان سره جګړه او شخړه نه غواړي خو هیڅکله هم له خپل حقه حقوقو څخه نه تیریږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي چې نن ډیورنډ - ګندمک په علمي سیمینار کې برخه اخېستې وه وویل د یوې متمدني انساني مبارزې له لارې غواړي چې د افغانستان خلک خپلو حقه حقوقو ترلاسه کولو ته ورسیږي او افغانان به هیڅکله د ډیورینډ کرښې له خپل حق نه تېر نه شي.

د ډریورنډ - ګندمک دا علمي سیمینار چې د افغان څیړنیز او مشورتي مرکز له خوا په کابل کې دایر شوی وو، پخواني ولسمشر وویل د افغانستان خلکو د ډیورنډ معاهده و نه منله خو په همدې ترتیب د افغانستان خلکو د پاکستان د همسایه د اسلامي هیواد سره هیڅکله د جنګ هڅه هم ونه کړه.

پخواني ولسمشر وویل "افغانانو ډیورنډ و نه منه خو جنګ یې هم ونه غوښت، ورانی یې هم ونه غوښت."

پخواني ولسمشر وویل چې د ډیورنډ د کرښې د منلو لپاره د پاکستان له خوا ډېرې هڅې شوي دي، هغه وویل "زمونږ د جهاد له وجې او بیا د هغو په اصطلاح د ملګرو له وجې چې په ظاهر کې د جهاد ملګري وو او په باطن کې یې زمونږ ریشې رایستلې کمزورې شوي یو بې وزلي شوي یو د پاکستان د پوځیانو دا هڅه چې پرمونږ ډیورند ومني ورسره ډیره شوې ده. آو په مختلفو وسایلو د دغې هڅې کوشش کیږي خو افغانان یې بیا هم نه مني."

پخواني ولسمشر له مارشال فهیم سره د یوې کیسې د بیانولو په ترڅ کې وویل چې د پاکستان پخواني نظامي ولسمشر پرویز مشرف ترې د سرحد د پېژندلو غوښتنه کړې وه، نه د ډیورېنډ کرښې.

کرزي وویل هیله یې داده چې د پاکستان حکومت او پوځیان د تخریب ، وژلو او له تعلیم څخه د کرښې د هغې غاړې د پښتنو او بلوڅو د محرومولو له لارې د خپل اشغال لپاره کار و نه کړي ځکه چې د کرزي په وینا دا امکان نه لري.

کرزي وویل چې د یو ګډ متمدن ژوند له لارې دغو خلکو ته د هغوی حقوق ورکړي او پریږدي چې ملتونو یو بل سره په خپله خاوره کې ژوند وکړي.

پخواني ولسمشر وویل "دا په دې معنی نه چې مونږ به خدای ناکرده داسې کوو چې د بیګناه انسانانو وینه تویه شي نه ابدآ، مونږ یو متمدن ژوند غواړو او په متمدن ژوند کې د ټولو هغو مظلومو او د پردیو تر واکمنۍ لاندې راغلو انسانانو ازادي غواړو او د انسان په توګه نه صرف د سیاست لپاره د انسان په توګه خپل هغه حقوق غواړو چې د هر انسان حقه حق دی ترڅو ترقي وکړو تر څو په خپلو پښو ودریږو او تر څو اینده مو خپله وي او به دې کې د افغانستان ملت ټول متحد دی."

حامد کرزي د انګریزانو څخه د سلو کالو اشغال وروسته چین ته د هانکانګ دسپارلو یادونه وکړه وې ویل چې چین زور درلود چې انګریزانو یې غوښتنه ومنله.

پخواني ولسمشر وویل چې انګریزانو د ډیورڼد د کرښې په معاهده کې ویلي انګریزان غواړي خپله د نفوذ ساحه تثییت کړي نه دا چې سرحد ټاکي.

د افغانستان پخواني ولسمشر د انګریزانو سره د افغانستان د پخواني پادشاه امان الله خان سره د افغانستان د خپلواکۍ د تړون یادونه هم وکړه وې ویل چې په دغه تړون کې ویل شوي چې افغانستان د ډیورنډ د کرښې هغې خوا ته د خپلو خلکو سره د اړیکې او تماسونه داسې جاري ساتي چې د هند پر امنیت او د هند د خلکو پر سوله ایز ژوند کومه اغیزه و نه کړي.

ښاغلي کرزي د دغو دواړو قراردانونو اغیزه پر افغانستان او ټوله سیمه د افسوس وړ وبلله وې ویل چې د دې لپاره چې د افغانستان سیمې د انګریزانو په اختیار کې پاتې شي انګریزانو د ډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته ولسونه له تعلیم لرې ساتلي دي.

حامدکرزي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره په ۱۹۲۰ کال کې د غازي امان الله خان او خان عبدالغفار خان ترمنځ د کتنې وروسته غفار خان په خپله سیمه اتمانزو کې د یو ښونځي د جوړولو وروسته د انګریزانو له خوا په درې کاله بند محکومیدل یادکړل وې ویل چې د پاکستان د جوړیدو وروسته د ډیورنډ د کرښې هغې خوا ته په پښتنو میشتو سیمو کې تعلیم د رواجولو په خلاف دا ډول اقدامات لا زیات شول.

ولسمشر کرزي په ځانګړي ډول په قبائیلي سیمو کې د دا ډول اقداماتو یادونه وکړه وې ویل چې خصوصآ په شمالي او جنوبي وزیرستان، ژوب، قلعه سیف الله، باجوړ، دیر او مومندو پورې سیمو کې د تعلیم د رواجولو د مخینوي لپاره ډیر جدي وو.

کرزي وویل همدا ډول اقدامات په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې د کرښې دیخوا ته پیل شول او ښوونځي وسوزول شول او ښوونکي، ډاکتران او نور پوهان ووژل شول.

پخواني ولسمشر وویل د ګندومک د معاهدې په نهمه ماده کې داسې ویل کیږي چې د انګریز قواوي به د جلال اباد او کندهار څخه خپلې قواوي باسې او بیرته به دا ستر ښارونه د افغانستان به افغانستان ته تسلیمیږي، خو پشین سبۍ او کورمه به نه ور تسلیموي. ددې سیمو عواید هغه چې د ادارې مصارفو لپاره استعمالیږي د انګریز دي نورټول عواید چې پاته کیږي دا به د افغانستان امیر ته چې د دې سیمو حاکم دی تسلیمیږي.

د ۱۸۵۵ کال څخه را شروع چې عمده قراردادونه شروع شوي دي د امیر دوست محمد خان څخه د ۱۸۵۵ کال قرارداد بیا د ۱۸۵۷ قرارداد بیا داسې نورقراردادونه دي د امیر شیرعلي خان سره او د چا سره او دچا سره چې په هغې کې بار بار د انګیریز حکومت او د انګریز امپراطورۍ دغه سیمې د اټک څخه تر ډیورنډه په تکرار د افغانستان سیمې بولي او یادونه یې کوي خصوصآ دا یادونه د ګندومک په نهمه ماده کې او د ډیورنډ په دوهمه ماده کې شوې ده.

پدغه کنفرانس کې د خیبر پښتونخوا یو شمېر لیکوالانو او پلټونکو هم برخه اخېستې وه او د دغې موضوع په اړه یې خپلې مقالې ولوستې.

پاکستان تل ویلي چې د ډیورنډ مسله هواره شوې او دا کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سرحد دی.

ډ ډیورنډ کرښه نږدې ۲۰۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري.

XS
SM
MD
LG