د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانی: د ټاکنو د پایلو نه اعلانول مې لویه تیروتنه وه


د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس احمدیوسف نورستاني د شنبې په ورځ له خپلې دندې استعفی ورکړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس احمدیوسف نورستاني د شنبې په ورځ له خپلې دندې استعفی ورکړه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني رئیس احمدیوسف نورستاني له درې کلن ماموریت وروسته تیره ورځ خپله استعفی افغان ولسمشر ته وړاندې کړه، چې ولسمشر غني هم د ښاغلي نورستاني له دې پرېکړې هرکلی وکړ او له ځنډ پرته یې د هغه استعفی منظوره کړه.

ښاغلي نورستاني له امریکا غږ اشنا سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، پر افغان حکومت د بهرنیو هیوادونو د فشار، ملي ګټو ته د درناوي او د ټاکنیزو اصلاحاتو له روان کړکیچ څخه د وتلو لپاره یې له خپلې دندې څخه استعفی ورکړه.

ښاغلي نورستاني وویل "کوم خاص فشار د حکومت له خوا نه وو چې ته به دا وظیفه پریږدې، زما خوښه دا وه، ځکه زه پوهیږم چې په دې وطن کې، دغه موجوده شرایطو کې هیڅ‌کله شفاف انتخابات نه ترسره کېږي، ځکه چې زمینه ورته مساعده نه ده، امنیت نشته، د رای‌ورکوونکو تعداد معلوم نه دی، ما نه غوښتل چې دویم وار له یو سوري څخه وچیچل شم."

ښاغلي نورستاني د خپلې درې کلنې دندې پر مهال په ټاکلي وخت د تیرو لانجه‌منو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو نه اعلانول خپله لویه تیروتنه وبلله او وې ویل "زما لویه تیروتنه دا وه چې هر څه شوي وی باید دا نتیجه موږ په هماغه وخت اعلان کړې وی، که څوک مړه کېدل، که افغانستان تجزیه کېده، دا زما انفرادي تصمیم هم نه وو، کمېسیون کې موږ ۹ نفر یو باید ۹ نفره د رایو په اکثریت تصمیم نیولی وی، دا ټول موافق نه وو، خو زه فکر کوم چې په هماغه وخت کې موږ دا کار کړی وی ښه به وو."

دا چې د ښاغلي نورستاني استعفی به د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په چارو څه اغیز ولري؟ په دې اړه د دغه کمېسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل، د قانون له مخې هر څوک حق لري چې د خپلې دندې په اړه پرېکړه وکړي او استعفی ورکړي او زیاته یې کړه چې د ښاغلي نورستاني په تګ د دې کمېسیون چارې به د تیر په څیر په عادي توګه ترسره شي.

د ښاغلي نور پر وینا، د اداري اصولو پر بنسټ له دې وروسته د ښاغلي نورستاني مسئولیتونه د هغه مرستیال ته لیږدول شوي او دا مهال د ټاکنو د کمېسیون چارې د عبدالرحمان هوتکي له خوا سمبالیږي.

نور محمد نور وویل "کمېسیون به خپل کار ته دوام ورکړي، خپلې جلسې کوي، د راتلونکو ټاکنو پر سر کار دوام لري، دا کومه جدي ستونزه نه ده او یوه معمولي مسئله ده."

ښاغلي نور زیاته کړه، دا مهال د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د یوې استراتیژۍ پر جوړولو بوخت دی.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د میزان میاشتې په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند ټینګار وکړ که حکومت هغوی ته پر وخت بودیجه برابره کړي نو راتلونکې ټاکنې به ټاکلې نېټه ترسره شي او که بودیجه برابره نشوه د روان کال په میزان میاشت کې د ټاکنو ترسره کول ناممکنه دي.

XS
SM
MD
LG