د لاس رسي وړ اتصالات

سیاف: د افغان ځواکونو غیرسیاسي کول باید مجاهدین څنډې ته نکړي


سیاف وايي، مجاهدینو ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په رهبرۍ کې د ونډې ورکول امتیاز نه بلکې د هغوی حق دی
سیاف وايي، مجاهدینو ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په رهبرۍ کې د ونډې ورکول امتیاز نه بلکې د هغوی حق دی

د افغانستان د ثبات او حراست شورا رئيس او پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو غیرسیاسي کیدل باید د مجاهدینو د څنډې ته کولو لامل نه شي.

د افغانستان پخواني جهادي مشرانو د پنج‌شنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې چې له دغه هیواد څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د وتلو د ۲۸ تلین په مناسبت جوړه شوې وه، د افغان حکومت پر سیاستونو او پالیسیو کلکې نیوکې وکړې.

عبدالرب رسول سیاف په دغو مراسمو کې وویل، مجاهدینو ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په رهبرۍ کې د ونډې ورکول امتیاز نه بلکې د هغوی حق دی.

ښاغلي سیاف وویل، سره له دې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځاکونو ډيره برخه پخواني مجاهدین جوړوي، خو ټینګار یې وکړ چې د دغو ځواکونو له رهبرۍ څخه د مجاهدینو د لرې کولو سیاست ته باید د پای ټکی کیښودل شي.

هغه وویل "د دې کار لپاره یو میکانیزم ته اړتیا ده، داسې باید تعبیر ونشي چې خدای مکړه له غیرسیاسي کیدو څخه موخه غیرجهادي کیدل وي، موږ وایو حکومت باید داسې کارونه ترسره کړي، چې دغه اشتباه او انګیرنه د خلکو له ذهنونو څخه لرې شي."

دغه پخواني جهادي مشر ټینګار وکړ، هیڅ څوک د نظام د ړنګولو غوښتونکی نه دی.

هغه وویل "د یو نیمګړي نظام موجودیت پر بې‌نظامي، لاقیدي او بې‌حکومتي غوره ګڼو او تر ننه پورې پر همدې سیاست روان یو."

پخوانیو جهادي مشرانو او سیاستوالو د ټاکنو د نظام د اصلاحاتو او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په تړاو هم د حکومت پر کړنو کلکې نیوکې وکړې.

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال محمدیونس قانوني، د افغانستان اوسنی وضعیت حساس وباله او ویې ویل، هغه راز چې تمه کیده د ملي یووالي حکومت د وضعیت د ښه کیدو لپاره د پاو وړ کار نه دی کړی.

د هغه پر وینا افغانستان په امنیتي او ټاکنیزو ادارو کې بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

هغه وویل "دوه نیم کاله مو د اصلاحاتو چیغې ووهلې، خو په نظام او افغانستان کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره زموږ چیغې چا وا نه وریدلې. بیا غواړو ووایو چې د نظام دوام اصلاحاتو پورې اړه لري، له اصلاحاتو پرته د نظام پایښت له ستونزو سره مخ کیږي. هیله لرو چې د دولتدارۍ په سکتور کې، امنیتي او ټاکنیز سکتور کې د نویو جوړښتونو او اصلاحاتو پر سر له سره غور وشي. وړاندیز کوو، چې یوازې په ویلو سره په امنیتي، دولتدارۍ او نورو سکتورنو کې اصلاحات نه عملي کیږي."

ښاغلي قانوني زیاته کړه، چې افغانان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نیټې اعلان ته په تمه دي او راتلونکې ټاکنې باید له ځنډ پرته ترسره شي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي هم په دې غونډه کې، د خلکو د بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او د ټاکنو ناڅرګند برخلیک ته په اشارې وویل، چې د ملي یووالي حکومت په دغو برخو کې هیڅ ډول اصلاحي پروګرام نه لري.

ښاغلي احدي افغان حکومت د خلکو پر غولولو تورن کړ او ویې ویل "حکومت دې زموږ پيغام واوري، بیا موږ له ترسره شوي عمل سره مخ نه کړي، هغه قانون چې په کې هیڅ اصلاحات نه دي راغلي زموږ مخې ته دې نه راوړي، هغه پروسه چې هیڅ په کې شفافیت نه وو، ما ډیر څه اوریدلي چې دلته یې د ویلو ځای نه دی، د کمیشنرانو د غوره کولو پروسه هیڅ شفافه نه وه او زما لپاره یې منطق هم ډير کمزوری دی، هیله ده چې موږ دا اصلاح کړو."

انورالحق احدي خبرداری ورکړ که چیرې د ټاکنو په نظام کې بنسټیز اصلاحات رانشي د افغانستان ټاکنې بیا له نه جبرانیدونکي کړکیچ سره مخ شي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د پخوانیو جهادي مشرانو د دغو نیوکو په غبرګون وویل، که څه هم په حکومتي چارو کې نیمګړتیاوې شتون لري، خو زیاته یې کړه، چې د حکومت مشران د نظام د بقا او اصلاحاتو لپاره کلک هوډ لري.

هغه ټاکنیزو اصلاحاتو ته په اشارې وویل "ټاکنیز اصلاحات یوه لویه دوسیه وه، چې یوه برخه یې تطبیق شوې ده، زموږ د سلامتۍ ضمانت نن په څه کې دی؟ د سرتاسري، شفافو او عادلانه ټاکنو له لارې د خلکو له خوا د هغوی د برخلیک ټاکلو حق دی، زه وایم چې په دې برخه کې باید اپوزیسیون باید لوړ غږ ولري او تاسې باید په رښتینې توګه په میدان کې واوسې، یو وخت زه هم په اپوزیسیون کې وم او باید دا ووایم چې په حکومت کې د پاتې کیدو په پرتله په اپوزیسیون کې هوسا وم."

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د حکومت له اپوزیسیون څخه وغوښتل چې د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

داسې تمه کیده چې ټاکنیزو کمیسیونونو ته د نویو کمیشنرانو له غوره کیدو وروسته ډیر ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نیټه اعلان شي، خو د دریو میاشتو په تیریدو سره لا هم د راتلونکو ټاکنو برخلیک روښانه شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG