د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: سوله غواړو خو تسلیمیدل نه


 د عدم تشدد د عنعنې تر عنوان لاندې دغه سیمینارد مهاتما ګاندی او خان عبدالغفار خان د کړنو د ستایلو لپاره جوړ شوی وو
د عدم تشدد د عنعنې تر عنوان لاندې دغه سیمینارد مهاتما ګاندی او خان عبدالغفار خان د کړنو د ستایلو لپاره جوړ شوی وو

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې د ملي یووالي د حکومت د روانو هڅو په دې شرط ملاتړ کړی چې دا هڅې د افغانانو خپلواکۍ ته زیان و نه رسوي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې په سیمه کې د عدم تشدد د عنعنې تر عنوان لاندې یو سیمنار ته چې په کې په سیمه کې د عدم تشدد د نظریاتو د دوو وتلو مفتکرینو مهاتما ګاندی او خان عبدالغفار خان عدم تشدد د مبارزو د ستایلو لپاره جوړ شوی وو، یو شمیر لودیځ هیوادونه یې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره په سیمه کې د افراطي افکارو په خپرولو تورن کړل.

پخواني جمهوررئیس وویل چې د دې لپاره چې شوروي او هند سره وصل نه شي اول یې دا وسنجوله چې له اټکه تر امو یوه بې حکومته سیمه جوړه کړي.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د سولې روانو هڅو په باب وویل چې دې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د سولې د هڅو نه بشپړ ملاتړ کوي.

ښاغلي کرزي وویل "مونږ د سولې مذاکرات منو غواړو یې او هرکلی کوو او خدای دې وکړي چې دا نوي اقدامات د پاکستان د حکومت د سولې لپاره د افغانستان سره رښتینې او صادقانه وي مونږ یې ملاتړ کوو او په تمامه معنی یې غواړو او په دې کې به د حکومت سره مطلق همراه او ملګري واوسوو البته یو مستقل او په خپلو پښو ولاړ او د عزت خاوند افغانستان غواړو".

د افغانستان پخواني جمهوررئیس وویل چې افغانان سوله غواړي خو تسلیمي نه غواړي.

ښاغلي کرزي وویل "چې امریکې ته تسلیم نشو نورو ته خو نه تسلیمیږو ابدآ نه کیږو سوله غواړو تسلیمي نه غواړو او سولې ته په هر عنوان حاضر یو په هر خدمت حاضر یو او رئیس صاحب اجرائیه ناست دی مونږ به د افغانستان د اوسیدونکو په توګه ستاسو د دې مرام په خدمت کې اوسیږو د رئیس صاحب جمهورډاکټر صاحب اشرف غني سره".

همدې غونډې ته د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې په داسې حال کې چې په کابل کې د دغه سیمینار جوړیدل د افغانستان او سیمې حالاتو ته په کتنې په ځای وبلل و یې ویل چې دغه سیمه چې باچاخان او ګاندي په کې اوسیدل اوس هم لا په وینو ککړه سیمه ده.

ښاغلي عبدالله وویل "اوس هم د تشدد افراطیت او تروریزم په بیلابیلو نومونو زمونږ بچیان وژل کیږي وینې تویږي د بیګناه خلکو وینې تویږي دا نمانځنه په افغانستان او زمونږ او ستاسې په نامتو ټاټوبي کابل کې په ځای نمانځنه ده".

همداشان اجرائیه رئیس د ملي یووالي د حکومت له خوا د خپلو مخالفو وسلوالو سره د پخلاینې د خبرو په باب پرته له دې چې مخامخ د پخواني جمهوررئیس څرګندونو یادونه وکړي وویل چې د سولې روانې خبرې د چا سره د معاملې لپاره نه ترسره کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل "یو ټکې ډیر مهم او اساسي دي چې سوله د یو چا سره یا یوې ډلې سره د خلکو په عزت حیثیت او حقوقو په بدل کې د معاملې په معنی نه ده ، همداشان دغسې څه کول په دغه هیواد کې نه ځای لري او نه يې امکان شته دی".

اجرائیه رئیس وویل چې د سولې په لاره کې هڅې به په شفافه توګه دافغانستان خلکو او سیاسي ډلو او شخصیتونو سره په سلا مشوره د هیواد ملي منافعو ته په پاملرنې پرمخ یوړل شي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جلال اباد په ښار کې د خان عبدالغفار خان د قبر د ودانۍ د جوړولو لپاره د افغان سوداګرو، افغان حکومت او د هندوستان له حکومت څخه د مرستې په باب د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د غوښتنې نه ملاتړ وکړ وویل چې تر راتلوونکي کال به د دغه قبر د جوړولو چارې یو ځای ته ورسیږي.

د عدم تشدد د عنعنې تر عنوان لاندې په کابل کې دغه جوړ شوی سیمینار چې په سیمه کې د عدم تشدد د نظریې د دوو وتلو مفتکرانو مهاتما ګاندی او خان عبدالغفار خان د کړنو د ستایلو لپاره جوړ شوی وو، د هندوستان سفارت او د رڼا په نوم د یو افغان څیړنیز مرکز له خوا یې بندوبست شوی وو.

دغه سیمنار ته د پاکستان د خیبر پښتونخوا له ایالات نه هم د عوامې نشنل ګوند یو شمیر چارواکي چې د دغه ګوند یو شمیر مشران غلام احمد بلور اوسناتور آفراسیاف خټک په کې هم شامل وو کابل ته راغلي دي.

دغه سمینار ته په کابل کې د هندوستان سفیر په خپلو لنډو خبرو کې د خان عبدالغفار خان د څرګندونو یادونه وکړه چې دیرش کاله وړاندې هغه په سیمه کې د زور زیاتې د زیاتیدلو په باب کړې وې.

XS
SM
MD
LG