د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وایي لومړنی شخص یم چې اعتراف کوم دومره بریالی نه وم


د امریکا پخوانی ولسمشر براک اوباما
د امریکا پخوانی ولسمشر براک اوباما

د امریکا پخوانی جمهور رئیس براک اوباما د سږ کال د جنوري د میاشتې نه چې سپینه ماڼۍ یې پريښې، د لومړي ځل لپاره د شیکاګو ښار په یو پوهنتون کې راښکاره شو او په یو بحث کې یې ګډون وکړ. ښاغلي اوباما پدې بحث کې هغو مسایلو ته اشاره وکړله چې د جمهوري ریاست د پای ته رسیدو نه وروسته به یې کوي.

پخواني جمهور رئیس براک اوباما د شیکاګو په پوهنتون کې محصلینو او هغوي ته چې تازه فارغ شویدي، وینا وکړله. د بحث اکثره ګډون کوونکي په ټولنې کې د رهبرۍ نقش لري هماغه شان چې ښاغلي اوباما د ځوانې پر وخت لرلو.

ښاغلي اوباما ځوانانو ته په خپله وینا کې وویل "زه لومړنی شخص یم چې غواړم دا اعتراف وکړم چې زه دومره ډیر بریالی نه وم."

ښاغلي اوباما ځوانانو ته په وینا کې ډیر په هغه څه ونه غږیده چې پخوا یې کړیدي خو د خبرو ډیر تمرکز یې د جمهوري ریاست پر وخت فعالیتونو او د خپل نوي بنسټ د (اوباما فاونډیشن) کارونو ته و.

هغه پخپلې وینا کې پدې وغږیده چې څنکه په ټولنې کې د راتلونکو ځوانانو او مشرانو سره مرسته کولی شي.

د شیکاګو د پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسر مارک هنسن وایي د ښاغلي اوباما د څرګندونو نه داسې معلومیږي چې هماغه شان تنظیم کوونکی دی لکه پخوا چې و.

ښاغلی هنسن وایي کومې هیلې او امیدونه چې براک اوباما یې د جمهوري ریاست د پای ته رسیدو نه وروسته د خپلې مبارزې لپاره لري، هماغه شان دي لکه هغه چې د جمهوری ریاست مقام ته د کاندیدیدو پر وخت درلودې. د سیاسي علومو دغه پروفیسر وایي د ښاغلي اوباما د هیلې او بدلون شعار چې خلک یې هغه ته د رایې ورکولو لپاره وهڅول، اوس هم په خلکو اثر لري.

هغه وایي "زه فکر کوم هغه پلان لري چې په ځوانانو کې د عامه خدمت یا په حکومت کې د کار کولو احساس پیدا کړي. هغه په ځانګړي ډول غواړي هغه ځوانان دې کار ته ډیر وهڅوي چې کورنۍ یې غریبې دی او اکثره وخت یې څوک غږ نه اوري".

جمهال کول د یوې خیریه ادارې مشر دی چې د همدغو بې وزلو ځوانانو لپاره کار کوي. د هغه اداره (زما کوڅه، زما ګاونډ ، زما ښار) نومیږي. دغه اداره د هغو ټولنو نه چې ځوانانو ته پکې فرصتونه لږ دي او ټولنې د پامه غورځولي دي، فرصتونه برابروي چې ښار ته راشي او د غټو ټولنو برخه شي.

د شیکاګو په پوهنتون کې جمهال کول ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې د امریکا د مخکني جمهور رئیس براک اوباما د وینا په غونډې کې برخه واخلي. کول وایي د ښاغلي اوباما نه یې ډیر څه زده کړیدي او هیله لري چې د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره به د اوباما د بنسټ سره په ګډه کار وکړي.

ښاغلی اوباما وایي ما ته دا ډیر اهمیت لري چې د رهبریت لپاره راتلونکي نسلونه وروزم او چمتو یې کړم. تر څو هغوي وشي کړی پدې بدلیدونکې نړۍ کې خپل نقش ادا کړي او خپلې ستونزې پخپله حل کړي.

XS
SM
MD
LG