د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د ٢٩ تښتول شویو مسافرو لټون لا روان دی


د کب په ٤مه دا مسافر د زابل ولایت په شاجوى ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وتښتول شول
د کب په ٤مه دا مسافر د زابل ولایت په شاجوى ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وتښتول شول

د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي وایي موثق معلومات یې ترلاسه کړي چې هغه ٢٩ تښتول شوي هزاره مسافر چې تیره اونۍ د کابل کندهار په لویه لاره زابل ولایت په اوږدو کې د وسلوالو یوې ډلې له یو بس موټر نه د ښکته کولو وروسته د دغه ولایت د نوبهار ولسوالۍ ته وړل شوي تر د جمعې د ورځې تر سهاره ژوندي وو .

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني دوهم مرستیال او د وحدت اسلامي د ګوند مشر چې یوه لویه غونده کې چې نن په کابل کې د وحدت اسلامي د ګوند د فقید مشر استاد عبدالعلي مزاري د شلم تلین په مناسبت جوړه شوې وه خبرې کولی د افغان حکومت نه یې په کلکه وغوښتل چې د تښتول شوو مسافرو د خلاصون لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

د کابل په لودیځه خوا کې په دغه غونډه کې د وحدت اسلامي د ګوند د زرګونو پلویانو او ملاتړو د ګډون سربیره د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د ملي یووالي د حکومت یو شمیر چارواکو، او د یو شمیر سیاسي ډلو او ګوندونو مشرانو هم برخه اخیستې وه.

محمد کریم خلیلي په داسې حال کې چې د یرغمل شویو مسافرو د خلاصون لپاره د افغان حکومت اوپه جنوبي ولایتونو کې د قومي مشرانو او مخورو د روانو هڅو نه مننه وکړه وویل چې د دغو مسافرو خپل خپلوان کورونو ته د هغوی ستنیدلو ته شیبې شماري.

ښاغلي خلیلي وویل "ګرانو خویندو او ورونو زه بیا هم ټینګار کوم چې همدا نن سهار مې معلومات ترلاسه کړل چې یو شمیر مخورد هلمند، زابل او کندهار عالمان هڅه کوي چې دغه یرغمل شوي مسافر روغ او جوړ خپلو کورنیو ته ستانه کړي زه هم د کندهار، هلمند او زابل د عالمانو د دغو هڅو نه په ټینګه ملاتړ کوم او د هغوی نه مننه کوم ".

د کب په ٤مه، دا مسافر د زابل ولایت په شاجوى ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا د یوه بس موټر راښکته اووبیا ددغه ولایت یوې بلې ولسوالۍ نوبهار ته تښتول شول.

یرغمل نیونکو د دغو مسافرو څخه، يو تن يوه اونۍ وړاندې پریښې دی .

دې غونډې ته نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې د دغو مسافرو د وضیعت په باب اندیښنه وښودله.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یرغمل نیوونکو غږ وګړ چې دا مسافر ژر پریږدي.

ښاغلي کرزي وویل " راځئ مونږ ټول په یوه خوله هغوی ته چې دا کار یې کړی ووایو چې ستاسو دغه کار د انساني اخلاقو او بشري قوانیو پر خلاف دی ، پریږدئ چې دغه مسافر خپلو کورونو ته لاړ شي او که نه تاریخ به ستاسو دا کړنه هیره نه کړي او تاسو به په تاریخ کې رسوا او بدنامه شئ ".

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال محمد سرور دانش وویل چې افغان حکومت د تښتول شوو مسافرو د خلاصون لپاره د ټولو ممکنو لارو چارو کاراخلي.

ښاغلي دانش وویل " تر اوسه حکومت په دې برخه کې د خپلې قانوني وظیفې له مخې یعنی د هیواد د اوسیدونکو د ځان او امنیت ساتل د دهرډول ممکنې لارې کار اخیستی دی چې ښه بیلګه یې په زابل کې د افغانستان د قهرمانو امنیتي ځواکونوعملیات دي په دغو عملیاتو کې د پوځ یو زړور قهرمان محمد ابراهیم اعتمادي د خپلو وطنوالو د خلاصون په لاره کې د شهادت جام وڅکه ".

د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني دغې غونډې ته په خپل ویډیویي پیغام کې د ٢٩ یرغمل شوو مسافرو د سرنوشت په باب څه نه وو ویلي خو د افغانستان د اوسیدونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره د وسلې د استعمالولو یادونه کړې وه.

جمهور رئیس غني په دغه پیغام کې وویل "د هر هیوادوال ژوند مونږ لپاره حیاتي ارزښت لري اومونږ به د هر بېګناه افغان د ژوند د ساتلو لپاره د قوي د مشروع کارولو نه ډډه ونه کړو ".

د طالبانو دریځ

طالبانو د زابل په ولایت کې د ٢٩ مسافرو د تښتولو په پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په کابل کې رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي چې د دغې پیښې د پلټنې لپاره یې یو پلاوي ګمارلې وو چې د دغه پلوي پلټنې ښیي چې دا کسان د طالبانو له خوا نه دي یرغمل شوي.

د طالبانو بیان وایي "موظف هیئت د راپور په اساس د دغو ۳۰ تنو په اړه د اسلامي امارت پلاوي ته هيڅ معلومات په لاس ورنغلل".

طالبانو دا نه دي ویلي چې دا کسان چا یرغمل کړي دي.

د طالبانو دا بیان وایي"اسلامي امارت لازمه بولي چې هیوادوالو ته اعلان کړي چې دغه تښتونه په اسلامي امارت پورې هیڅ اړه نه لري".

استاد عبدالعلي مزاري شلم تلین

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند هرکال د عبدالعلي مزاري تلین د نمانځلو لپاره په کابل کې غونډې جوړوي چې تر ډیره په دغسې غوڼدو کې د دغه ګوند د چارواکو له خوا د افغانستان د مسلو په باب د ګوند دریځ اعلانیږي.

په نننۍ غونډه کې هم د وحدت اسلامي د ګوند چارواکو د روانو مسلو په سر خبرې وکړي.

محمد کریم خلیلي په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې د افغان حکومت د روانو هڅونه په دی شرط ملاتړ وکړ چې د تیرو دیارلسو کلونو لاس ته راوړونو ته په کې زیان و نه رسیږي.

همداشان خلیلي د ملي یووالي د حکومت نه د څر ځایونواو اورشوګانو د ملکیت په برخه کې د کوچیانو اوهزارګانو ترمنځ د پرتو جنجالو دهوارولو غوښته هم وکړه او هم یې د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره د ملي یووالي د حکومت د مشرانو نه د جدي اقداماتو غوښته وکړه چې د افغانستان د جمهوررئیس دوهم مرستیال په دواړو برخو کې د ژر اقداماتو وعده ورکړه.

محمد سرور دانش وویل چې ژر به جمهور رئیس د یو فرمان له مخې د کوچیانو او هزارګانو د ستونزو د هوارلو لپاره یوه ملي جرګه چې د افغانستان د ټولو قومونو مخور په کې برخه ولري جوړهکړي.

ښاغلي دانش وویل چې په دغه جرګه کې به دغې ستونزې ته اساسي حل و موندل شي.

په کابل کې د استاد عبدالعلي مزاري د شلم تلین دې غونډې ته په نورو ویناوالو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم شامل وو.

دغې غونډې ته د افغانستان د جمهوررئیس لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم خپل پیغام استولې وو.

استاد عبدالعلي مزاري د نن نه شل کاله وړاندې کله چې طالبان د کابل دروازو ته رانږدې شول او د دغه ښار په جنوبي څنډه کې یې د حکمتیار د اسلامي حزب له وسلوالو نه مهم مرکز چهاراسیاب ونیو د طالبانو په لاس بندي شو چې بیا د کابل نه په هلیکوپتر کې کندهار ته د لیږدولو په وخت غزني سره هلیکوپتر راپریوت او د مزاري او طالبانو ترمنځ د یوې لنډې جګړې وروسته هغه ووژل شو.

XS
SM
MD
LG