د لاس رسي وړ اتصالات

فوټبال: افغانستان له جاپان او سنګاپور سره سیالۍ کوي


افغانستان تېره اوونۍ په هند کې د جنوبي اسیا په سیالیو کې دویم مقام وګاټه.
افغانستان تېره اوونۍ په هند کې د جنوبي اسیا په سیالیو کې دویم مقام وګاټه.

ټاکل شوې چې افغانستان یو وارې بیا له جاپان او سنګاپور سره سیالۍ وکړي. له دې مخکې د افغانستان فوټبال لوبډلې له جاپان او سنګاپور سره لوبې کړي دي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی پیټر شیګرت وايی چې د دغو سیالیو لپاره پر چمتوالي بوخت دي او هیله لري چې ښه نتیجه ترلاسه کړي.

ښاغلي شیګرت له هند سره د افغانستان د وروستۍ لوبې او په افغانستان کې د فوټبال په اړه د امریګا غږ اشنا سره خبرې وکړې.

هغه وايي د سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ په سیالیو کې د هند پروړاندې افغان لوبډلې په رښتني توګه ماتې نه ده خوړلې بلکې د ریفري پریکړه،د لوبې څخه مخکې چمتوالی او داسې نورې تېروتنې او د افغانستان په ګټه د دوو پنالتيو نه ورکول لویې ستونزې وې.

په لوبغاړو پسې ګرځو

پیتر وايي چې دننه افغانستان کې باید له ده سره نور روزنکي د لوبغاړو په پیدا کولو کې مرسته وکړي. هغه وايي" زه یو روزنکی یم زه نه غواړم چې په سیاست کې لاس وهنه وکړم زه غواړم چې یوازې فوټبال ته وده ورکړم."

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی پیتر شیګرت وايي د خلکو ملاتړ به ددې لامل شي چې د افغانستان فوټبال لا ښه شي "کله چې ما خلک د موټر په خوا کې ولیدل او خپل ټیم یې نازاوه ما ته د باور وړ نه وه."

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال ملي‌ لوبډله ډیره ژر په مرکزي آسیا کې ولوبیږي، روزونکی وايي" موږ ته یوه موقع په لاس راغلې چې کولی شو له ایران، تاجکستان او ازبکستان سره چې قوي ټیمونه دي، لوبې وکړو."

پیتر شیګرت وايي یوازېنۍ ستونزه په افغانستان کې دا ده چې لوبغاړي ښې آسانتیاوې نه لري، دوی دوه میاشتې تمرین کوي او لس میاشتې وزګار وي، خو دی غواړي چې لوبغاړي لس میاشتې تمرین وکړي او دوه میاشتې تفریح وکړي.

فوټبال عزت راکړ

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی پیتر شیګرت وايي‌ چې هغه په یوې خورا فقیرې کورنۍ کې زیږدیدلی دی او دوه کلن و چې له خپلې کورنۍ څخه جلا شوی او په آلمان کې یې ژوندغوره کړ.

هغه وايي هغه څه چې ده ته یې ژوند او عزت ورکړی دی، فوټبال او توپ دی.

پیتر شیګرت وايي د افغانستان لپاره زیات اوږد مهالي پروګرامونه جوړ کړي او دا هغه څه دي چې د فوتبال فدراسیون یې هم غواړي.

د یادولو وړ ده چې نږدې دوه میاشتې مخکې په خټه کروشیايي آلماني روزنکي پیتر شیګرت د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د روزنکي په توګه دنده پیل کړه او د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزنه د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې په غاړه درلوده چې افغانستان په پای لوبه کې دویم مقام خپل کړ.

XS
SM
MD
LG