د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د بیارغونې یو نړیوال نندارتون پرانستل شو


په کابل کې د د افغانستان د بیارغونې د نړیوال نندارتون یوه څنډه
په کابل کې د د افغانستان د بیارغونې د نړیوال نندارتون یوه څنډه

د ساختماني چارو نړیوال نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د سوداګرۍ او صنایعو اطاق او د بیکو شرکت لخوا جوړ شوی دی چې هدف یې د ساختمان په برخه کې د کورنیو او نړیوالو ساختماني شرکتونو د تولیداتو شریکول او په راتلونکې کې د یو بل ترمنځ د قرار دادونو تړل دي.

د افغانستان د بیارغونې په لومړني‌ نړیوال نندارتون کې د افغاني شرکتونو سربیره د ترکیې، ایران، پاکستان او ځینو عربي هیوادونو یو پنځوس شرکتونو ګډون کړی او خپل ساختماني توکي یې نندارې ته کیښودي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي چې د نوي حکومت له جوړیدو سره په افغانستان کې د ساختمانۍ په برخه کې بهرني شرکتونه لیوالیتیا ښودلې ده چې راشي او په دننه افغانستان کې پانګونه وکړي.

د ښاغلي شینواري په وینا د بیارغونې په برخه کې د خصوصي سکتور ونډه د پام وړ او ضروري ده چې په دې برخه کې نوی حکومت هم ژمن دی چې پانګوالو ته لازمې زمینې برابرې کړي.

ښاغلی شینواري وايي "ددې نندارتونونو ښه والی دا دی چې خلکو ته د رسنیو له لارې دا معلومات ورکړو افغانستان څه تولیدات لري ، په کومو برخو کې موږ کولای شو چې سرمایه ګذاري وکړو ،‌ د کوم بخش تولیدات په دې اندازه دي چې موږ کولای شو هغه حمایه کړو تعرفې ورته په تولیداتو باندې اوچتې کړو تر څو دوی وکولای شي په داخل د افغانستان کې خپل تولیدات زیات کړي نو په همدې اساس موږ کولای شو چې هغه صنعت او یا تولید په پښو ودروو".

هغه زیاتوي‌ چې د ټاکل شوې د دیسمبر په میاشت کې له چین هیواد څخه هم یو کاري هییت افغانستان ته راشي او له افغانستان سره د زیربنا په برخه کې ماستر پلان جوړ کړي.

چارواکي وايي چې د افغانستان د بیارغونې لومړنی نړیوال نندارتون چې په تخصصي توګه جوړ شوی دی پراختیا به ورته وکړي تر څو وکولای شي بهرني شرکتونه افغانستان ته راشي او په افغانستان کې د ساختمان په برخه کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې په افغانستان کې تر ټولو مهمه برخه چې لومړیتوب ورته ورکړل شوی دی د ساختمان برخه ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو عامل رئیس عتیق الله نصرت وايي چې دوی په پام کې لري چې د نوي حکومت په ملاتړ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ځینو قوانینو ته بدلون ورکړی تر څو سوداګرو او پانګوالو ته آسانتیاوې برابرې شي.

د ښاغلي نصرت په وینا نوی حکومت ژمن دی چې په بشپړه توګه سوداګرو سره همکاري وکړي.

ښاغلی نصرت وايي "هغه مهال چې همکاري شتون ولري او د نوي حکومت تعهد شتون ولري موږ ولې په تمه اوسو ، باید ژر تر ژره د پام وړ پانګونې وکړو د ساختمان په برخه کې چې خپلې داخلي غوښتنې پوره کړو".

اوس مهال نږدې اویا فیصده ساختماني توکي له بهر څخه افغانستان ته واردیږي چې په پام کې ده ددغه راز نندارتونو په جوړولو سره زمینه دې ته برابره شي چې په افغانستان کې له شته خامو توکو څخه کار واخیستل شي او لږترلږه له بهر څخه د ساختماني توکو د واردولو کچه کمه شي.

په دغه نندارتون کې د ساختماني شرکتونو ترڅنګ، د ښارګوټو د پراختیا، معلوماتي ټکنالوژۍ، د هوايي ډګرونو د جوړولو شرکتونو، د بریښنا د تولید شرکتونو او د ساختماني توکو د تولید شرکتونو ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG