د لاس رسي وړ اتصالات

ترافیکي پیښې په فراه کې ۱۴ مړه شوي او ۴۱ یې ژوبل کړي


آرشیف
آرشیف

د فراه ولایت چارواکي وايي، د کندهار – هرات په لویې لارې باندې د ترافیکې پیښې له امله څوارلس مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د فراه د والي ویاند محمدناصر مهري وویل، دا پیښه نن سهار د دغه ولایت د توت او چکاو په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو مسافروړونکي بس له ټیلر ډوله موټر سره وجنګیده.

د ښاغلي مهري پر وینا، مسافروړونکی موټر د "احمدشاه ابدالي" شرکت پورې تړاو درلود، چې له هرات ولایت څخه د کابل په لور روان وو.

د والي ویاند زیاته کړه، په دې ترافیکي پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه مړه شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي، چې د یو شمیر ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ مسولین وايي، چې د باروړونکي ټیلر ډوله موټر چلوونکی یې نیولی دی. د هغوی پر وینا د ټيلر چلوونکي د بې‌غورۍ له امله چې خپل موټر یې په ناسم ځای کې ودرولی وو، دا خونړۍ پیښه رامنځ ته شوه.

د دغې ترافیکي پیښې یو شمیر ټپیان هرات ولایت ته او یو شمیر نور یې د درملنې لپاره د کندهار – هرات په لویه لاره باندې د ملي اردو ځواکونو کلینیک ته لیږدول شوي دي.

د فراه د والي ویاند پر وینا، په دې بس کې یوازې دوه تنو مسافرو ته زیان نه دی رسیدلی.

XS
SM
MD
LG