د لاس رسي وړ اتصالات

د بشارالاسد د راتلونکې په اړه د اولاند او پوتین د نظر اختلاف


د فرانسې جمهور رئیس په مسکو د لیدنې کتنې پر وخت وویل چې مونږ د داعش په نامه یو گډ دښمن لرو.
د فرانسې جمهور رئیس په مسکو د لیدنې کتنې پر وخت وویل چې مونږ د داعش په نامه یو گډ دښمن لرو.

د فرانسې جمهور رئیس مسکو ته د سفر په ترڅ کې وویل چې مونږ د "داعش" په نامه یو گډ دښمن لرو ولادیمیر پوتین هم وویل چې روسیه دې ته تیاره ده چې د ترهگرو پر ضد د فرانسې سره همکاري وکړي.

د روسیې او فرانسث جمهورو رئیسانو ولادیمیر پوتین او فرانسوا اولاند، د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې سره خبرې وکړې. دا دواړه مشران د بشارالاسد د راتلونکې په هکله سره یو ډول نظر نه لري.

د فرانسې جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل چې د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد، ددې هیواد په راتلونکې کې ځای نه لري، خو ولادیمیر پوتین بیا وویل چې د بشارلاسد راتلونکې د روسیې خلک ټاکي.

د فرانسې جمهور رئیس په مسکو د لیدنې کتنې پر وخت وویل چې مونږ د داعش په نامه یو گډ دښمن لرو.

هغه وویل "مسکو ته راغلی یم چې وگورم څنگه باید [د داعش په وړاندې] غبرگون وښایو چې د ترهگرو پر ضد زمونږ د اقداماتو لپاره یوه گډه لار پیدا کړو او البته چې د سوریې د راتلونکې لپاره یوه سیاسي حل لاره هم ومومو.."

هغه وویل چې پر "ترهگرو" باندې د برید لپاره د یو ستر ایتلاف رامنځ ته کیدو ته اړتیا ده.

ښاغلي پوتین په دې هکله وویل چې روسیه تیاره ده چې د فرانسې سره د ترهگرو پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

روسیې ته له تگ دمخه فرانسوا اولاند د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی و او په سپینې اڼۍ کې یې د جمهور رئیس اوباما سره د ترهگرۍ ضد مبارزې او په ځانگړې توگه د داعش پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې او له ښاغلي اوباما څخه یې وغوښتل چې په دې اړه جدي همکماري وکړي.

د فرانسې جمهور رئیس نن د پاریس د بریدونو د قربانیانو پر یاد او درنښت مراسمو کې د ترهگرو پر ضد مبارزې ټینگار وکړ او ویې ویل چې د " متعصبینو لښکر" به وځپي چې تیره میاشت یې پر پاریس باندې وژونکي ترهگریز بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG