د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه په افغانستان کې د خپلو عسکرو د مسونیت په اړه غږیږي


فرانسه په افغانستان کې د خپلو عسکرو د مسونیت په اړه غږیږي
فرانسه په افغانستان کې د خپلو عسکرو د مسونیت په اړه غږیږي

د فرانسې جمهور رییس نیکولاس سرکوزي په افغانستان کې د فرانسوي عسکرو د امنیتي شرایطو په اړه د خبرو لپاره د خپلو لوړ پوړو سلاکارانو یوه مخصوصه غونډه رابللې ده. د فرانسې جمهور رییس دا غونډه وروسته د هغې راوغوښته چې پرون په یوې مرگانۍ حملې کې شپږ فرانسوي عسکر ووژل شول.

ښاغلي سرکوزي نن په پاریس کې خبریالانو ته وویل چې، مخکې له هغې چې فرانسه افغانستان نه د خپلو عسکرو په راویستلو پیل وکړي، غواړي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعې په باب د خپلو مشاورینو سره یو لړ سلا مشورې وکړي. سارکوزي وویل غواړي چې په افغانستان کې خپل عسکر خوندي وساتي.

سرکوزي ووېل چې افغانستان نه د عسکرو رایستل په دغه هیواد کې د پوځي ماموریت تر ټولو پیچلې او گرانه مرحله ده.

سرکوزي د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل زر تنه عسکر به د ٢٠١٢ میلادي کال تر پای پورې د افغانستان نه راوباسي.

د فرانسې د جمهور رییس دفتر نن وویل چې د چهار شنبې په ورځ په داسې حال کې چې فرانسوي عسکرو په کاپیسا کې د محلي شورا د یوې غونډې امنیت ساته، یوه ځان وژونکي خپل بم د هغوی سره نږدې وچاوه. په شپږو فرانسویانو سربیره، ۴ تنه فرانسوي عسکر زخمیان شول.

ددغې حملې نه لږ وروسته د جمهور ریس دفتر په پاریس کې وویل چې فرانسه به د ناټو تر مشرئ لاندې خپل عسکر په افغانستان کې وساتي.

فرانسه په افغانستان کې ۴٠٠٠ عسکر لري چې تر اوسه پورې یې اویا تنه عسکر په جنګ کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG