د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس د بریدونو مشکوک طراح چیرته پټ دی؟


پولیس په بروکسیل کې ١٦ کسان نیولي دي
پولیس په بروکسیل کې ١٦ کسان نیولي دي

د پاریس د مشکوک بریدگر، صلاح عبدالسلام تښتیدل، د بلجیم د پلازمینه بروکسیل په مربوطاتو کې د یکشنبې په شپه د پراخو تلاشیو سبب شو، خو تراوسه د هغه څرک ندی لیدل شوی.

امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ هم د بلجیم په ختیځو ښارگوټو کې تلاشیو ته دوام ورکړ. د بلجیم امنیتي ځواکونه وایي پولیس ویره لري چې صلاح عبدالسلام به د جرمني شاوخوا سیمو ته تښتیدلی وي.

بلجيمي چارواکي وايي، یکشبنې ناوخته د پلازمېنې بروکسل په مربوطاتو کې یې ١٦ کسان نيولي دي. دغه کسان پر پاريس کې د ۱۰ ورځو مخکې ترهگریزو بريدونو په تړاو د تحقيقاتو په لړ کې د پوليسو په چاپو کې نيول شوي دي.

د بلجيم څارنوالانو د دوشنبې په ورځ سهار وختي وويل چې په نيول شويو کسانو کې په فرانسه کې زېږېدلى مشکوک طراح، صلاح عبدالسلام شامل نه دى.

د بلجيم چارواکي وايي، د نيول شويو کسانو د هويت په اړه جزئيات نه خپروي او دا هم نه وايي چې مشکوک کسان دقيقاً په کومو جرمونو تورن دي، ځکه چې امنيتي عمليات روان دي او کیدای شي د خبرو جزئیات د دوى څېړنو ته زيان ورسوي.

د بلجیم چارواکو له عامو خلکو هم غوښتنه کړې ده چې د پولیسو د علمیاتو د جزئیاتو په هکله په ټولنیزو رسینو کې تبصرې ونکړي. پولیسو ویلي دي چې په توتیر او انستاگرام کې تبصرې او عکسونه ښایي مشکوک ترهگرو سره په تیښتې کې مرسته وکړي.

د اروپا امنیتي ځواکونه د صلاح عبدالسلام لټون ته دوام ورکوي
د اروپا امنیتي ځواکونه د صلاح عبدالسلام لټون ته دوام ورکوي

په پاریس کې د خونړیو بریدونو وروسته چې داعش یې مسولیت واخیست، فرانسې هوډ کړی چې په سوریې کې د داعش په مواضعو باندې هوایي عملیات ډیر کړي. د بریتانیې صدراعظم دیوید کمیرون د فرانسې د جمهور رئیس فرانسوا هولاند سره په یوخبري کنفرانس کې د فرانسې د دې اقدام ملاتړ وکړ.

په داعش باندې د عملیاتو شدت

ښاغلي کمیرون نن دوشنبې په پاریس کې د فرانسې د جمهور رئیس فرانسوا هولاند سره د خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل دی په دې قانع شوی چې بریتانیه باید د فرانسې تر څنگ په سوریې کې د داعش خلاف پوځي عملیات تر سره کړي.

د بریتاینې صدراعظم دیوید کمیرون د پاریس له بریدونو نه وروسته په داسې حال کې د فرانسې د جمهور رئیس فرانسوا هولاند ملاتړ وکړ چې دواړو مشرانو د داعش په وړاندې د کلک اقدام هوډ وکړ.

ښاغلي هولاند وویل"مونږ په دې موافق یو چې باید په سوریې کې د داعش پر اهدافو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړو. مونږ به خپل عملیات شدید کړو او هغو اهدافو باندې به برید وکړو چې دغې ترهگرې ډلې ته زښت ډیر تاوان ورسوي او زمونږ الوتکې به ژر په کلکه د داعش د ځپلو لپاره چمتو وي."

د بریتانیې صدراعظم دیوید کمیرون وایي هغه به د داعش د له منځه وړلو لپاره خپله ستراتیژي په همدې اونۍ په پای کې وړاندې کړي. ټاکل شوې ده چې ښاغلی کمیرون به د راتلونکو لسو کلونو لپاره ١٢ میلیارده پونډه دفاعي چارو ته ځانگړې کړي.

د بریتانیې صدراعظم زیاته کړه"دا بلکل سم گام دی چې د ترهگرو د مخنوي لپاره قاطع اقدام وشي ځکه چې هغوی د بیگناه خلکو ژوند ته گواښ پیښوي. بریتانیه به د خپل ملگري هېواد، فرانسې لپاره په خپل توان کې هر هغه څه وکړي څو دغې شریرې او مرگونې طایفې ته ماتې ورکړي."

د بریتانیې صدراعظم زیاته کړه چې هغه فرانسې ته په قبرس کې د بریتانې د هوایي اډو نه د کار اخیستو او په هوا کې د الوتکو د تیل ورکولو د مرستو وړاندیز کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند سبا سې شنبې په سپینۍ ماڼۍ کې د ولسمشر بارک اوباما سره ملاقات وکړي.

XS
SM
MD
LG