د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې سترې محکمې پر بروکیني باندې بندیز لغوه کړ


د دوبي په موسم کې په میلیونونو کسان ساحلونو ته مخه کوي، هلته خپلې کلنۍ رخصتۍ تیروي او له طبیعت نه خوند اخلي
د دوبي په موسم کې په میلیونونو کسان ساحلونو ته مخه کوي، هلته خپلې کلنۍ رخصتۍ تیروي او له طبیعت نه خوند اخلي

د فرانسې سترې محکمې پر بروکیني یا د مسلمانو ښځو د لمبا په جامو باندې په څو سیمو کې لګیدلي بندیزونه لغوه کړل.

د دغې پریکړې له مخې د شاوخوا ٣٠ سیمو ښاروالیو له خوا د دغه لباس په اغوستو باندې لګیدلي بندیزونه په قانوني ډول له منځه ځي.

د بشري حقونو یوې قانونپوهې چې له محکمې بهر یې خبرې کولې وویل دغه پریکړه د دیني ازادیو لپاره یو لویه بریا ده.

په روانه اونۍ کې هغه تصویر چې د فرانسې پولیسو د ساحل په غاړه یوه مسلمانه ښځه د بروکینی ایستلوته اړ کړې وه، سخت غبرګونونه را وپارول.

ځینې ویره لري چې د فرانسې په څو ښارونو کې په بروکیني باندې بندیز لګول دیني کړکیچ زیاتوي. دغه بندیز چې د سیکولریزم د سختو پالیسو په بنا جوړ شوی د فرانسې د حکومتي چارواکو ترمنځ یې په سر جنجال را منځته شوی.

د فرانسې صدراعظم د پنجنشبې په ورځ یو سیمه ایز تلویزون سره په خبرو کې وویل چې بروکیني د ښځو د وینځیتوب نمایندګي کوي. هغه یو ځل بیا د بندیز په دوام ټینګار وکړ.

خو د پوهنې وزیرې چې افریقایي الاصله فرانسوۍ ده وویل که څه هم چې له بروکیني څخه یې ښه نه راځي، خو د هغې په وینا د حکومت له خوا ورباندې بندیز لګول سیاسي او نژادي انګیزې لري.

هغې زیاته کړه په فرانسه کې د اسلامي تندلارو له خوا وروستیو بریدونو ته په کتو سره لازمه نده چې د بروکیني په بندیز سره کړکیچ ته نوره هم لمن ووهل شي.

منتقدین وايي په سیمه ایزو سطحو لګیدلي بندیزونه ډیر غیر واضح دي چې په ځینو مواردو کې پولیس ورڅخه په ناسم پوهاوي سره هغه مسلمانې ښځې هم جریمه کوي چې اسلامي حجاب یې اغوستی وي.

د بشري حقونو ډلې وايي دغه بندیزونه د تبعیض په اساس لګول شوي، او د فرانسې د وزیرانو شورا ته یې سپارښتنه کړې چې لغوه یې کړي.

د وزیرانو شورا په بندیز غور کوي او ټاکل شوېده چې نن د جمعې په ورځ خپله فیصله اعلان کړي.

د فرانسې د بشري حقونو لیګ او د مسلمانانو د حقونو پلوۍ ډلې وايي د سیمه ایزو ښاروالانو له خوا په بروکیني بندیز، د جامو د اغوستو، دیني مظاهرو او آزادیو په څېر د انسان اساسي ازادۍ تر پښو لاندې کوي. څو سیمه ایزو محکمو هم د سیمه ایزو ښاروالانو له خوا د بندیزونو ملاتړ کړی.

یوې محکمې ویلي چې په ساحل کې د مذهبي جامو اغوستل ښايي د نورو خلکو عکس العمل راوپاروي او شخړې رامنځته کړي.

بلې بیا ویلي بروکیني په ټولنه کې د ښځو ارزښت کموي چې په یوه ډیموکراتیکه ټولنه کې د ټولنې له اساساتو سره سازګاري نه لري.

د فرانسې د اساسي قانون لومړۍ ماده دا هیواد په مذهب نه ولاړ یا سیکولر جمهوریت بولي. ددې هیواد ډیر خلک په هیڅ دین باورنه لري او د مذهبي جامو اغوستل معمولاْ حساسیت پارونکي دي.

XS
SM
MD
LG