د لاس رسي وړ اتصالات

په یکشنبه د فرانسې د ولسمشرۍ دویم دور انتخابات دي


په فرانسه کې په هرو پنځو کلونو کې یو وار د جمهوري ریاست انتخابات کیږي
په فرانسه کې په هرو پنځو کلونو کې یو وار د جمهوري ریاست انتخابات کیږي

فرانسویان د جمهوري ریاست د ټاکنو په دوهم پړاو کې د یکشنبې په ورځ( مۍ۷) یو ځل بیا رایې ورکوي، خو په پاریس او نورو برخو کې زیاتره خلک وايي چې تر اوسه یې پریکړه نه ده کړې چې د مرین لې پن او ایمانویل مکرون تر منځ کوم کاندید غوره کړي.

لي پن باور لري چې بري ته نږدې ده او زیاتوي " د یکشنبې د ټاکنو په ورځ به معلومه شي چې خلک د پالیسیو بدلون او د سوسیالیستانو له هغه پنځه کلن حکومت نه خلاصون غواړي چې ښاغلی مکران یې نمایندګي کوي".

خو کاندید ایمانویل مکرون ډاډه دی چې ټاکنې به وګټي. هغه خپلو پلویانو ته وویل" ولاړ شئ له هغوی سره مبازره وکړئ او د هغوی پرخلاف د رایو په ورکولو سره هغوی ته ماتې ورکړئ".

ځيني اقلیت او اکثریت څوک غواړي

د جمعې ورځ د انتخاباتي کمپاین وروستۍ ورځ وه، خو د پاریس او نورو ځایونو په لارو او کوڅو کې رایه ورکوونکي لا هم له یو غیر یقیني حالت سره مخامخ دي.

د کیرول په نامه د ګلونو یوې خرڅوونکې وویل په دوو کاندیدانو کې یې یوه ویروونکې او بل یې د بانکدارانو او شتمنو ملګری دی. د ښي اړخه ګوند کاندیده مرین لې پن بیا په رسنیو انتقاد کوي چې د خلکو نظر یې ښه نه دی منعکس کړی.

خو د دې غیر یقیني حالت سره سره د ډېرو افریقايي الاصله مسلمانانو او یهوديانو په شمول د فرانسې بیلابیل اقلیتونه د مرین لې د ماتې په هیله دي.

لې پن د مهاجرینو خلاف او له اروپايي ټولنې نه د وتلو په اړه د وینا ګانو له لارې د اپریل د ۲۷ د ټاکنو په لومړي پړاو کې ۲۱،۴ سلنه رایې وګټلې.

افریقايي الاصله رایه ورکوونکی الفا نګونګو وايي یو داسې ولسمشر غواړي چې اقتصاد ته وده ورکړي او هغه ترهګري ختم کړي چې د فرانسې خلک او د هغه په څیر کسان له ویرې سره مخامخ کوي. هغه له لې پن غواړي چې نور باید په مهاجرینو نیوکې بندې کړي.

د پاریس د جامع جومات رئیس دلیل ابوبکر د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې له خپلو پلویانو بیا وغوښتل چې مکرون ته رایې ورکړي.

د مسلمانې رایه ورکوونکې لیلی لپاره مکرون اهمیت لري. هغه وايي "هغه هوښیار، جدي او د کار کولو وړتیا لري. که څه هم زه زړه یم، خو مونږ ځوانانو ته اړتیا لرو چې د ځوانانو لپاره کار وکړي".

همدا راز د یهودانو د مرکزې شورا رئیس جویل مرکي د خپلې ټولنې له غړو وغوښتل چې مکرون ته رایه ورکړي، ځکه چې لې پن ډیموکراتو هېوادونو ته ګواښ پیښوي.

د فرانسې اول دور انتخابات څو ورځې مخکې ختم شول. په فرانسه کې په هرو پنځو کلونو کې یو وارې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.

XS
SM
MD
LG