د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې ولسمشر د اسرایلو صدراعظم دروغجن بللی


د فرانسې ولسمشر د اسرایلو صدراعظم دروغجن بللی

د فرانسې ولسمشر د اسرایلو صدراعظم دروغجن بللی

د فرانسې جمهورریس نیکولاس سرکوزي، د اسرایلو صدراعظم بنیامن نیتان یاهو دروغجن بللی دی.

خبرې آژانسونه وایي ښاغلی سرکوزی دغه تبصره تیره هفته د جمهورریس اوباما سره په شخصي خبرو کې هغه وخت وکړه چې دواړه رهبران په فرانسه کی د شلو لویو اقتصادی هیوادونو په غونډه کې څنګ په څنګ ناست وو.

ددغو دوه رهبرانو تبصرې خبري کنفرانس کې خبریالانو ته انتقال شوې.

ښاغلي سرکوزي وویل هغه نور ښاغلی نیتانیاهو نه شي زغملی او وې ویل د اسرایلو رهبر دروغجن دی.

ولسمشر اوباما ښاغلي سرکوزي ته چې خبري یې ترجمه کیدلې، وویل، په تا به هغه غمیدلی وي، خو زه باید هره ورځ د هغه سره کار وکړم.

دا تبصرې په هغه وخت کې وشوې چې امریکا په اسرایلو او فلسطینیانو باندې فشار واچاوه چې د امریکا په منځګړیتوب د سولی خبرو ته بیرته کښیني.

خو سمدستې داسې نښې نښانې نشته چې دغو تبصرو دې د دوی دیپلوماتیکې اړیکې خړې پړې کړې وي. نه د نیتانیاهو دفتر او نه هم د اوباما دفتر ددې تبصرو په باره کې څه ویلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت د نطاق له قوله وایي دغه خبرې رپوټونه داسې رپوټونه وبلل چې د اصلي مسلو پام بلې خوا ته اړوي.

XS
SM
MD
LG