د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه د کډوالو د "جنگل" کمپ ړنگول پیل کړل


په جنگل نومي کمپ کې د گڼ شمیر افغانانو په شمول شاوخوا اوه زره خلکو پناه اخیستې وه.
په جنگل نومي کمپ کې د گڼ شمیر افغانانو په شمول شاوخوا اوه زره خلکو پناه اخیستې وه.

د فرانسې په شمال کې د جنگل نومي کمپ څخه نن د سه شنبې په ورځ نهه سوه پناه غوښتونکې ددې هېواد بیلابیلو ښارونو ته یوړل شول. چارواکې وایي پرون د دوشنبې په ورځ څه کم دوه زره کسان د فرانسې په بیلابیلو سیمو کې د راجیستریشن مرکزونو ته رسول شوي و.

په جنگل نومي کیمپ کې له تیرو څو کلونو راهیسي د افغانستان په شمول د جنگ ځپلیو او بې وزله هیوادونو زرگونه کسان بې سرنوشته پراته و او هڅه یې کوله چې له خطرناکو لارو بریتانیې ته ورسیږي.

پرون لومړۍ اته ویشت کسیزه ډله په ویلبورن کې د ثبت مرکز ته ورسیدله. ښاروال یې هرکلی وکړ او په موقتي استوگنځای کې ځای پر ځای شول.

ښاروال میشل دیلپوچ وویل "د حکومت هغه پالیسي عملي کیږي چې په کیلې کې شرموونکی وضعیت پای ته ورسوي. له خپلو هیوادونو څخه راتښتیدلیو خلکو ته باید د بشري اصولو او زموږ د هیواد د ارزښتونو سره سم هرکلی وویل شي."

په دوو ورځو کې ٢٨٠٠ پناه غوښتونکې د فرانسې بیلابیلو ښارونو ته یوړل شول.
په دوو ورځو کې ٢٨٠٠ پناه غوښتونکې د فرانسې بیلابیلو ښارونو ته یوړل شول.

ددې کسانو د مهاجرت غوښتنلیک به څیړل کیږي او د ملگرو ملتونو او اروپایي اتحادیې په اصولو به ارزول کیږي. که ومنل شي د اروپایي اتحادیې په یو غړي هیواد کې به د اوسیدو اجازه ورکړل شي.

تراب معروف له دوو کالو راهیسي په جنگل کې اوسیده. دی وایي "زه به په همدې فرانسه کې یوه ښار ته ځم. جنگل ختم شو، او ښه شوه چې ختم شو. هره ورځ به جنگ جگړې وې."

خو ځنې پناه غوښتونکې وایي که هر چرته یوړل شي، بیا به هم بریتانیې ته د رسیدلو هڅه وکړي.

یو عراقی پناه غوښتونکی وایي"زه همدلته پاته کیږم. تر هغو پورې که دوی په زور ونیولم او مرکز ته یې بوتلم. ځکه چې زما کورنۍ په بریتانیه کې ده او زه بریتانیې ته ځم."

ځینې نور بیا وایي که هر ځای وي خو چې د دوی سرنوشت مالوم شي.

افغان کډوال حلیب خان وایي "زه پلان لرم چې پوهنتون ته ولاړ شم. په یو پوهنتون کې به داخله واخلم او همدلته په فرانسه کې درس ووایم."

د جنگل له کیمپ څخه د کډوالو وړل او د خیمو ټولول به یوه اونۍ وخت ونیسي.
د جنگل له کیمپ څخه د کډوالو وړل او د خیمو ټولول به یوه اونۍ وخت ونیسي.

چارواکې وایي په جنگل کې ټول شپږ نیم زره کسان دي خو خیریه ادارې وایي چې د ١٢٠٠ ماشومانو په شمول، ټول اته زره دری سوه کسان دي. د جنگل څخه پناه غوښتونکو لیږدول به یوه اونۍ وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG