د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: لویدیځ به د سوریې کیمیاوي وسلو ته ډله ایز ځواب ورکړي


د فرانسې خارجه وزیر لارنت فابیوز وايي غربي قدرتونه به د سوریی د جمهورریس بشارالاسد له خوا د کیمیاوی او یا بیالوژیکی وسلو استعمال ته دسته جمعی ځواب ورکړي.

فابیوز نن د دوشنبې په ورځ په مرکه کې وویل ددغسي یوه ځواب په برخه کې ښه پراخه موافقه موجوده ده او کیمیاوي وسلې یی یو غټ خطر وباله.

د ده دا تبصرې په داسې وخت کې خپرې شویدي چې د سره صلیب د نړیوالې موسسې ریس په یوه درې ورځني سفر سوریی ته تللی دی. دی به هلته د ښاغلي اسد او نورو چارواکو سره غونډې وکړي.

دغه سازمان وايي په دې غونډې کې به په سوریه کې د بشري حقوقو په خرابیدونکې وضعې او په هغو ستونزو خبري وشي چې د ځپل شویو خلکو مرستې ته څوک نه شي ور رسېدلی.
XS
SM
MD
LG